غزني ښار (پژواک، ۱۱ لیندۍ ۹۴): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله يوه ماشومه وژل شوې او درې تنه نور ټپيان دي.
د غزني مرستيال محمدعلي احمدي د ليندۍ په١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په اندړو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.
دى وايي چې د همدې جګړې په ترڅ کې د هاوان يوه مرمۍ د رشیدانو د کلي پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د احمدي په وينا، تر اوسه معلومه نه ده چې د هاوان دغه مرمۍ د چا له لوري توغول شوې ده.
خو د اندړو ولسوال محمد قسيم ديسي وال پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د خلکو په کورونو کې پټنځايونه جوړ کړي او له هغه ځايه پر امنيتي ځواکونو ډزې کوي.
ديسي وال زياته کړه: ((پرون وسله والو طالبانوغوښتل په اردو باندې هاوان فیر کړي، خو هاوان پر یو کور کې لګېدلى دى چې دوه ماشومان او دری تنه نور يې ټپيان کړي دي.))
ده وويل چې ټپيان د درملنې په موخه کابل انتقال شوي دي.
ديسي وال وايي چې په تېرو څو ورځو کې په دې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
خو هغه وايي چې په دې جګړه کې تر اوسه امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د اندړو ولسوالۍ د رشيدخېلو سيمې اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.
هغه زياته کړه: ((طالبانو خلکو ته ويلي چې له کورونو ونه ځي؛ ځکه په لويو لارو کې ماينونه ايښي تر څو امنيتي کسان پرې تګ راتګ ونه کړي.))
خو طالبان وايي چې د هاوان یاد بريد د دوی له خوا نه دی شوی.
login or register a new account.