کندوز (پژواک ١١ ليندۍ ٩٤): د کندوز ولايت سرپرست وايي، په کومو سيمو چې خلک له طالبانو هرکلى کوي او د دښمن تر واکمنۍ لاندې دي، نو بايد په يادو سيمو کې د دولت ټول پراختيايي پروګرامونه او پر خلکو د مرستو وېشل بند کړل شي.
د کندوز ولايت سرپرست حمدالله دانشي، دغه څرګندونې نن په هغې ناسته کې چې له حکومت سره د رسنيو د مخامخ غونډو د ناستو په ترڅ کې، چې د ميډيوټيک ټولنيز مرکز په نوښت د کندوز ولايت په تالار کې ترسره شوه، وکړې.
هغه وويل، اوس هم د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې خلک د دولت له مخالفينو ملاتړ کوي او اړينه ده، څو په دغو سيمو کې ټول هغه پراختيايي پروګرامونه او مرستې چې دوى سره کېږي، ودرول شي.
هغه زياته کړه: "هره سيمه چې طالبان نيسي او خلک له طالبانو هرکلى کوي، په هغو سيمو کې بايد د دولت پراختيايي پروګرامونه ودرول شي، څو خلک يې له هر څه محروم شي؛ که زه يم، ښوونځى تړم، د کليو د پراختيا کارونه بندوم، اجازه نه ورکوم چې يوه افغانۍ هم هغه لوري ته لاړه شي، څو خلک په خپله دې ته حاضر شي چې پاڅون وکړي او طالبان له هغه ځايه وباسي، دغه تجربه زه په خپله د جهاد پر مهال لرم."
نوموړي څرګنده کړه، چې اوس هم د کندوز په ځينو سيمو کې طالبان خپل حضور لري، ان ښوونځي هم د دوى تر اغېز لاندې دي، په کومو ښوونځيو کې چې يو ښوونکى پر خپل وخت دندې ته لاړ نه شي، غيرحاضر کېږي او په همدې ډول د درېيو ورځو په ترڅ کې که چېرې دا کار په تکراري ډول تر سره کړي، د دوى له لوري منفک کېږي.
د کندوز ولايت سرپرست زياته کړه، چې ولسمشر د کندوز له خلکو درې اونۍ مهلت اخيستى او د دغې مودې له پاى ته رسېدو وروسته به د ناامنو سيمو د پاکولو په موخه چاڼيز عمليات پيل شي.
د کندوز د پوهنې رياست سرپرست رستم احمدي هم په دې غونډه کې په کندوز کې شته خنډونو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه، اوس په هغو سيمو کې چې طالبان پرې حاکم دي، پنځلس سلنه ښوونځي شته، خو ښوونکي او زده کوونکي له کومو جدي ستونزو سره نه دي مخ.
نوموړي زياته کړه، د جګړې په هغو شرايطو کې چې جګړه د ښوونځيو مخ کې هم روانه وه، د زده کوونکو روحيه نه ده کمزورې شوې او دوى وکولى شول چې په برياليتوب خپل زده کوونکي خوندي سيمو ته ولېږدوي او خپل درسونه تعقيب کړي.
خو هغه وويل، چې د جګړې په ترڅ کې يو شمېر ښوونځيو ته زيان اوښتى او اړتيا ده، څو ياد ښوونځي يو ځل بيا ترميم او زده کوونکو ته چمتو شي.
احمدي وويل، په کندوز کې ټولټال ٤٩٧ فعال ښوونځي شته، چې له ٣٣٢ زره څخه زيات هلکان او نجونې په کې په زده کړو بوخت دي او له ٨٦٠٠ څخه د زياتو ښوونکو له لوري ورته درس ورکول کېږي.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګلباغ هم وويل، د امنيت د ټينګښت او د هغو سيمو د بيا نيولو لپاره چې تر اوسه پورې د طالبانو په کنټرول کې دي، امنيتي پلانونه روان دي او د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې به ډېر ژر پراخه چاڼيز عمليات پيل شي.
هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې به هڅه وشي چې ملکيان او عامه او دولتي ودانيو ته زيان ونه رسيږي او خلکو ته د خوندي چاپېريال او ارامه ژوند په برخو کې د اسانتياو زمينه برابره شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP