ښرنه (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٤): د پکتيکا پوهنتون محصلين وايي چې د څلورو کلونو په تېرېدو سره اوس هم دغه پوهنتون ودانۍ نه لري چې له امله يې محصلين له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د پکتيکا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي محصل محمد يار پژواک خبري اژانس ته وويل، څلور کاله کېږي چې په دغه ولايت کې پوهنتون جوړ شوی خو لا هم ودانۍ نه لري.
هغه وايي چې محصلين اوسمهال د پوهنې رياست د دارالعلوم په ودانۍ کې زده کړې کوي.
ده وويل چې په پکتيکا کې د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري د پوهنتون د ودانۍ لپاره پیسې ورکړل شوې دي.
هغه وايي چې دوه ځلې پوهنتون ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې خو د نامعلومو دلايلو له مخې کار په ټپه ودرېد.
دغه راز د دغه پوهنتون د انګليسي ادبياتو د څانګې محصل ظاهرشاه پژواک ته وويل: ((زموږ پوهنتون ودانۍ نه لري، موږ په دارلعلوم کې زده کړې کوو، ځاى مو ډېر تنګ دى او د درس ويلو لپاره مناسب نه دى.))
يادو محصلينو او يو شمېر نورو له حکومته غوښتنه وکړه چې د پکتيکا پوهنتون لپاره دې ودانۍ جوړه کړي.
د پکتيکا د مرکز ښرنې ښار يوه قومي مشر بادشاه خان وويل چې حکومت بايد د پکتيکا پوهنتون د ودانۍ ترڅنګ نورو برخو ته هم جدي پاملرنه وکړي.
هغه زياته کړه: ((حکومت بايد دغه پوهنتون د ښار منځ ته راوړي ځکه دغه پوهنتون له ښاره وتلی د بندې سردې په سيمه کې دى چې يو خو له ښار نه لري دى او بل امنيتي وضعيت هم ښه نه دى.))
د پکتيکا د پوهنتون رييس دُري خان هم پژواک ته ومنله چې د څلورو کلونو په تېرېدو سره اوس هم دغه پوهنتون ودانۍ نه لري.
خو ده وويل چې د جنوبي کوريا هېواد په راتلونکي کال کې د دغه پوهنتون د جوړېدو ژمنه کړې ده.
ده وويل چې تر جوړېدو وروسته به دغه پوهنتون سل تدريسي خونې ولري او په جوړېدو به يې دوه سوه زره ډالره ولګول شي.
login or register a new account.