مزارشريف (پژواک،۱۱ ليندۍ ۹۴): د بلخ د ولايتي شورا مشر وايي چې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې خلکو ته په روغتيايي مرکزونو کې د درملنې اسانتياوې نه دې برابر شوې.
د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمدافضل حديد دغه څرګندونې د ليندۍ په ۱۱مه د بلخ په عامې روغتيا رياست کې له سينه بغل ناروغۍ سره د مبارزې د نړيوالې ورځې د نمانځنې په غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
په مزارشريف ښار کې د عامې روغتيا رياست په نوښت له سينه بغل ناروغۍ سره د مبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه چې د ډاکټرانو تر څنګ په کې د ولايتي شورا وکيلانو او د مدني ټولنو غړو هم برخه اخيستې وه.
د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاکټر ميرويس ربېع د يادې غونډې په څنډه کې پژواک ته وويل چې په بلخ کې تر دې دمه د سينه بغل له امله د مړينې کومه پېښه نه لري.
نوموړي زياته کړه، د ژمي موسم له رسېدو سره سم په ټوله نړۍ کې له يو کلن ماشوم څخه تر پنځه کلن ماشوم پورې د سينه بغل د ناروغۍ شونتيا ډېره وي.
د هغه په وينا، که څه هم په بلخ ولايت کې ۱۱۲ روغتيايي مرکزونه د عامو خلکو د درملنې په برخه کې کار کوي، خو بيا هم داسې سيمې شته چې له مرکزونو لرې دي او په تېرو کلونو کې يې د سينه بغل ناروغۍ له امله د مړينې پېښې لرلې.
ډاکټر ربېع وويل، سږ کال دوی هغو ټولو روغتيايي مرکزونو ته چې په واورين موسم کې يې د لارې بندېدو شونتيا ډېره وي، روغتيايي او سون توکي له وړاندې ور استولي دي.
خو د ولايتي شورا رييس حديد بيا وايي چې بايد په هر اړخيزه توګه په دغه ولايت کې روغتيايي چارې ښې شي.
نوموړی که څه هم په بلخ کې د روانو روغتيايي چارو تر يو ځايه ستاينه وکړه؛ خو زياته يې کړه چې لا هم د بلخ په ځينو لرو پرتو سيمو کې روغتيايي کلينيکونه د درملنې وړ اسانتياوې نه لري.
د هغه په خبره، د خلکو له خوا ورته شکايتونه رسېدلي چې په ځينو روغتيايي مرکزونو کې د درملو کمښت او د کيفيت ټيټوالی You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.