خوست، ښرنه ( پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٤ ) : په خوست او پکتيکا ولايتونو کې د رضاکارانو نړيواله ورځ د بېلابېلو پروګرامونو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
په خوست ولايت کې هغه غونډه چې په همدې موخه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې دولتي چارواکو، د مدني ټولنو غړيو او ګڼ شمېر رضاکارو ځوانانو برخه اخيستې وه.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد امين شاه الفت غونډې ته وويل، چې د ټولنې د اصلاح ترڅنګ د ناوړه دودونو مخنيوی، د چاپېريال پاکوالي ته د خلکو پاملرنه او هغوی ته ملي روحيه ورکول نور هغه څه دي، چې د رضاکارو کارونو په مرسته ترسره کيږي.
هغه زياتوي: ((هر هغه څوک چې ټولنې ته مثبت تغير ورکړي، ټولنې ته پرمختګ ورکوي او يو داسې څوک چې بغير د کوم امتياز څخه د ټولنې د سمون لپاره کار کوي هغه ته رضا کار ويل کيږي او هيله ده چې په ټولنه کې دغه روحيه پياوړې شي.))
محمد امين شاه الفت زياته کړه، چې د ټولنې هر فرد د خپل ايماني او وطني مسووليت له مخې بايدد هغه ناوړه کړنو د مخنيوي او له منځه وړلو په برخو کې کار وکړي، کوم چې ټولنه د تباهۍ خواته بيايي.
ناروغ ته د وينې ورکول، د نيالګيو کېنول او د حشر په ډول د ښار پاکول هغه رضا کاره کارونه دي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې په دې ولايت کې د ځوانانو له خوا ترسره کيږي او اغيزه يې هم خورا زياته ده.
مدني فعال محمد جلال حقيقت ځدراڼ بيا يادې شوې غونډې ته وويل، څه ډول چې لازمه ده، خلک هغه ډول په رضاکارانه کارونو کې ونډه نه اخلي.
هغه وايي، په هېواد کې تېرو درې لسيزو جګړو او د سواد د کچې ټيټوالي د خلکو په ذهنونو کې د رضا کارانه کارونو روحيه مړاوې ساتلې ده.
د محمد کريم په نوم يوتن ځوان بيا وايي،ديني عالمان، د مدني ټولنو غړي، اړونده دولتي ادارې او قومي مشران رضاکارانه چارو ته د خلکو په هڅونه او د رضاکارۍ ملي روحيې په ورکړه کې تر نورو ډېر مسووليت لري.
ده زياته کړه ((زما په نظر د پخوا په پرتله په خلکو کې دا روحيه پياوړې شوې ده، ډيری ځوانان په رضاکاره ډول د ښار د پاکوالي په حشر کې ګډون کوي، خو موږ بايد په دې بسنه ونه کړو، دا روحيه بايد نوره هم پياوړې شي.))
ديوه بل خبر له مخې،په پکتيکا ولايت کې په لومړي ځل د رضاکارانو نړيواله ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، مدني ټولنو او د رسنيو استازو په ګډه د ګرځنده کتابتونونو په جوړولو سره په مرکز او ولسواليو کې ونمانځله .
والي امين الله شارق وويل، دا يوه نړيواله ورځ ده چې د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان د فرهنګي څانګې يونسکو له لوري د رضاکارانو د نړيوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP