Language

د بلخ ښاروالۍ د مامورينو د وهلو پېښه څېړل کېږي

مزارشريف (پژواک، ۱۵ ليندۍ ۹۴): هغه کسان چې دوه ورځې وړاندې يې د مزارشريف د ښاروالۍ رسمي کارکوونکي وهلي وو، لا يې هم يو کس نه دی نيول شوی.

د ښاروالۍ مرستيال عتيق الله وهاب زاده وايي، دوه ورځې وړاندې د ښار په دريمه ناحيه کې ۵۰ کسانو پر بېلونو، لرګيو، خښتو او تيږو د ښاروالۍ رسمي کارکوونکي وډبول چې ۱۴ تنه يې ټپيان شول.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د ليندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پېښې په تړاو پلاوی ټاکل شوی چې تر څېړنو وروسته به عملي اقدام کوي.

امنيتي مسوولين که څه هم د ښاروالۍ د کارکوونکو وهل ټکول غير قانوني کړنه بولي، خو وايي چې تر دې دمه د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

د مزارشريف ښاروالۍ مرستيال عتيق الله وهاب زاده وويل چې د ښاروال په ګډون د ښاروالۍ ځيني لوړپوړي چارواکي هم ولاړ وو، ۵۰ کسانو چې ځانونه يې  پر وکيل احمدشاه رمضان منصوبول او خپلې چارې يې د بلخ د ولايتي شورا په خوښه ګڼلې، د ښاروالۍ پر کارکوونکو د لرګيو، بېلونو او تيږو وارونه وکړل.

د هغه په وينا، په دې ناحيه کې يې هڅه کوله چې د لاسي کراچيو پر سر ځيني پلورونکي د عمومي سړک له څنډو لرې کړي.

د ښاروالۍ مرستيال وويل چې ده په خپله وهل وخوړل او د ښاروالۍ د سکتور برخې مسوول هم ووهل شو او وروسته په دې هڅه کې شول چې ښاروال له ساحې څخه بهر کړي.

نوموړي زياته کړه: ((دوی د احمدشاه رمضان د نوم تر څنګ د ولايتي شورا د نوم يادونه کوله، چې ورته ويلي يې دي چې بايد د سړک څنډو ته پياده لارې خلاصې نه کړو او د کراچيو پر سر پلورونکي پرېښودل شي چې څنګه غواړي هماغسې خپله سودا وپلوري.))

د هغه په وينا، د ښاروالۍ موخه دا وه چې عامو خلکو ته د کراچيو د ډېروالي له امله خنډونه پيدا شوي چې منظم کړای شي او د خلکو ستونزې حل شي.

د ښاروالۍ مرستيال وايي چې دوی د دې پېښې رسمي راپور د بلخ ولايت مقام ته سپارلی، تر هغه چې له بريدکوونکو پوښتنه ونه شي نو ښاروالي به خپلو مدني چارو ته دوام ورکوي.

د بلخ ولايت مطبوعاتي مسوول منير فرهاد د يادې پېښې د پخلي تر څنګ وويل چې ولايت مقام ته د همدې پېښې په تړاو د ښاروالۍ رسمي شکايت پاڼه رسېدلې ده.

نوموړي زياته کړه چې د يادې پېښې د څېړلو په موخه د بېلابېلو ارګانونو پلاوی ټاکل شوی، چې له پايلو وروسته به قانون عملي کېږي.

login or register a new account.