ګردېز (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٤): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د پوليسو ٣٠٣ سپين غر زون قوماندانۍ پرانيستل شوه، چې په پرانيستلو سره به د ځواکونو قومانده يوه او په سيمو کې به ګډ عمليات ترسره کوي.
په دې مراسمو کې چې نن په همدې قوماندانۍ کې جوړ شوي و، د کورنيو چارو وزارت استازو، د اوو ولايتونو امنيه قوماندانانو او د پکتيا امنيتي چارواکو په کې برخه اخيستې وه.
د کورنيو چارو وزارت د پوليسو چارو قوماندان ستر پاسوال سالم احساس وويل، د دغه زون په پرانيستلو سره به د ځواکونو قومانده يوه او په سيمو کې به ګډ عمليات ترسره کوي.
ده زياته کړه، په دې زون کې به د پکتيا، خوست، پکتيکا، لوګر، ميدان وردګ، غزني او باميانو ولايتونو امنيه قوماندانان د ګډو عملياتو او د ځواکونو د همغږۍ په اړه کار کوي.
د هغه په وينا، ياد زون به په دغو ولايتونو کې فعاليت کوي، د ډاډمن امنيت په موخه به د ځواکونو د لا همغږۍ ترڅنګ په سيمو کې تازه ژمني عمليات هم پيلوي.
په ورته وخت کې د ٣٠٣ سپين غر زون قوماندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد وويل، دوی به هڅه کوي، چې د دې زون اړوند امنيتي چارې همغږې کړي او د پوليسو د ښوونې او روزنې په برخه کې کارونه وکړي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د اووه ولايتونو د امنيتي ځواکونو د لا همغږۍ ترڅنګ به د دوی روزنې او سمبالتيا ته جدي پاملرنه وکړي.
د ده په خبره، په يو شمېر ولايتونو کې ژمني عمليات پيل شوي او په نورو کې به په راتلونکو دوو ورځو کې پيل شي.
په دغې امنيتي غونډه کې د اوو ولايتونو امنيه قوماندانانو په خپلو سيمو کې د ستونزو او لاسته راوړنو په اړه هم معلومات ورکړل.
ديادونې ده، چې د پوليسو روزنيز زونونو، څو کاله وړاندې په څو ولايتونو کې فعاليت کاوه، چې بيا لغوه او اوس د دويم ځل لپاره بيا فعال شول.
login or register a new account.