Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګانو کې يو پخوانى جهادي قوماندان  ووژل شو

ايبک (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٤): د سمنګانو په مرکز کې يو پخوانى جهادي قوماندان له طالبانو سره په نښته کې او د يو کورس مسوول د ناپيژانده وسله والو په بريد کې ووژل شو.

د سمنګانو د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول دويم څارن منير رحيمي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د دولت وسله وال مخالفين د دې ولايت د مرکز اړوند "اخته خانه" سيمې ته ورغلي وو.

دى وايي، چې تېره ورځ مازيګر مهال د سيمې د ځينې خلکو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته رامنځته شوه، ځکه ځايي خلکو غوښتل چې مخالفين له دې سيمې وباسي.

هغه وويل چې په دې نښته کې د خالدار په نوم يو پخوانى جهادي قوماندان وژل شوى او يو تن وسله وال طالب ټپي شوى دى.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز هغه وويل چې نن له غرمې مخکې لس بجې يو تن  د ايبک ښار اړوند د مخابراتو په کوڅه کې د قيس رابين په نوم د کانکور تياريو کورس نمايندګۍ ته ننوتى و او د دې کورس مسوول انجنير رحيم الله عباسي يې پر  ډزو وژلى و.

ده د جزيياتو له ورکولو پرته وويل، لومړنۍ پلټنې ښيي چې عباسي د شخصي دښمنۍ په پايله کې وژل شوى دى.

هغه وايي چې په دې تړاو دوه تنه نيول شوي او پېښه تر څېړنو لاندې ده.

 

 

 

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.