مهترلام(پژواک،١٦ليندۍ٩٤): د څه دپاسه دوه سوه میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان د برېښنا امریت د درې بېلا بېلو ټولګټو پروژو چارې پیل شوې.
دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوي چې د لغمان ولايت د مطبوعاتي دفتر له لوري د ليندۍ په١٦ مه پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پروژو کې په دوو برخو کې ٩ زره کورنيو ته د برېښنا د شبکې غځول او د لغمان د برېښنا امریت لپاره یوه درې پوړیزه وداني جوړول شامل دي.
د يادو پروژو د پرانستې په غونډه کې د اوبو او بريښنا وزیر انجنیر علي احمد عثماني، د لغمان والي عبدالجبار نعيمي او ځينو نورو دولتي چارواکو ګډون کړى و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پروژه کې په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې د څلور زره کورنيو لپاره د ۱۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا د شبکې جوړونه او دغو کورونو ته د برېښنا رسول دي.
سرچينه ليکي چې ياده پروژه د اوبو او برېښنا وزارت په مالي مرسته یې چارې په اتو میاشتو کې بشپړېږي.
په دغه پروژه کې د مرکز اړوند د سلطان غازي بابا ښارګوټی، علي خیل، مریم، محمد پور، تاجګړي، دو راهي بابا صیب، قرارګاه، لاندې تیر ګړي، خاله خیل، شارن، میا کلا او دلیل کلا او د قرغیو ولسوالۍ د تره خیلو، قلعټک، شمشېر اباد او نو اباد سیمې شاملې دي.
د دغو پروژو له جملې بله یې هم پنځه کورونو ته د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا د شبکې جوړونه ده چې د مرکز اړوند د شهیدان بابا له کلي څخه تر سرخکانو سیمې پورې د مهترلام – سرخکان تر منځ د غځېدلې لارې دواړو غاړو پراته کلي په کې شامل دي.
د دې پروژې مالي لګښت یې د افغانستان د برېښنا شرکت له لوري ورکول کېږي او چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
سرچينه زياتوي چې درېیمه پروژه د سلطان غازي بابا په ښار ګوټي کې د ۹،۴ افغانیو په لګښت په ۱۷۰۰ مترې مربع ځمکه کې د لغمان د برېښنا امریت لپاره د درې پوړیزې ودانۍ جوړول شامل دي.
د يادې پروژې چارې ی د ۹ میاشتو په موده بشپړېږي او مالي لګښت یې د افغانستان د برېښنا شرکت له لوري ورکول کیږي.
په ياده غونډه کې د اوبو او بريښنا وزیر انجنیر علي احمد عثماني وويل لغمان ولایت ته ځانګړې توجه کوي او په دې ولایت کې به لنډ مهاله،منځ مهاله او اوږد مهاله پروژې پلي کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP