Language

کندهار (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٤): د کندهار ښار په نهمه ناحيه کې د پوليسو پر يوې پوستې وسله والو مخالفينو بريد کړى، چې جګړه لا هم د دواړو لورو ترمنځ روانه ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماخوستن په څه کم  بجو د نهمې ناحيې اړوند د برېښناکوټ پله په نوم د پوليس امنيتي پوستې ته وسله وال مخالفين ننوتلي دي.

ده زياته کړه، تراوسه پورې (٧:١٠بجې) د دواړو خواوو ترمنځ جګړه روانه ده او د بريدګرو کره شمېر لا نه دى معلوم.

وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت په غاړه اخيستى دى.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په دې بريد کې يې ګڼ شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Related Topics