تالقان (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٤): د تخار امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت درقد ولسوالۍ د نشه يي توکو، انسانانو او وسلو د قاچاق پر مرکز بدله شوې ده.
درقد ولسوالۍ دوه مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوسته او اوس هم له طالبانو سره ده.
د تخار ولايت امنيه قوماندان پاسوال نورمحمد حکيمي د لېندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، وروسته له هغه چې درقد ولسوالۍ وسله والو طالبانو ونيوه، د نشه يې توکو، انسانانو او د وسلو د قاچاق پر مرکز بدله شوه.
هغه وايي، قاچاق وړونکي په اسانه کولاى شي چې له دې ولسوالۍ خپل قاچاقي توکي نورو سيمو او ګاونډي هېوادونو ته ولېږدوي.
قوماندان دا ونه ويل چې په دغه قاچاق کې وسله وال طالبان هم ښکېل دي که نه، خو زياته يې کړه: ((قاچاق وړونکي هڅه کوي تر څو دغه سيمه نا امنه کړي او د خپلو توکو قاچاق ته زمينه برابره کړي.))
حکيمي دا هم وويل چې د درقد ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره يې هڅې پيل کړې خو د هوا د خرابوالي له امله دغه چاره ټکنۍ شوې ده.
هغه وويل: ((موږ هڅه کوو چې اول درقد ولسوالۍ ونيسو بيا له دې قاچاق وړونکو سره قانوني چلند وکړو.))
دغه راز د تخار والي محمدياسين ضياء هم پژواک ته وويل چې د درقد ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.
والي وايي چې يو شمېر سيمې یې له طالبانو بېرته نيولې دي خو د ساتلو لپاره يې اړين امکانات نه لري.
د درقد ولسوالۍ د قغني سیمې اوسېدونکي شاکرالله هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د هر شي قاچاق کوونکي شتون لري.
هغه دا هم وويل چې په دې سيمه کې وسله وال طالبان له خلکو د عشر او زکات په نوم هم پيسې ټولوي.
هغه زياته کړه: ((طالبان له ټولو بزګرو او نورو وګړو د عشر او زکات په نامه پیسې اخلي، که څوک يې ورنه کړي په زور يې ترې اخلي طالبان وايي چې موږ وسلې اخلو او جهاد کوو، خلک مجبور دي چې روپۍ ورکړي.))
login or register a new account.