پل علم (پژواک، ۲٣ لېندۍ ۹۴): د لوګر ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په لارو کې له پوځي يونيفورم نه په ګټې اخيستنې سره وسله والې غلاوې ډېرې شوې دي.
د لوګر د مرکز پل علم اړوند د پورک سيمې اوسېدونکي احمدضيا د لېندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په لارو کې غله ولاړ وي او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه زياته کړه: ((زه په خپله د دې غلو ښکار شوى یم تېر ماښام له پل علم څخه کور ته روان وم، د کلي په لار کې راباندې څلورو وسله والو غږ وکړ، لس زره افغانۍ او موبايل را نه واخيسته.))
هغه وايي چې وسله والو ورته د وژلو ګواښ هم کړى نو له ويرې مازديګر په وخت خپل دوکان بندوي او کور ته ځي.
دغه راز د پل علم اړوند د جمعه کلا اوسېدونکي محب الله پژواک ته وويل چې هره شپه د دوى په سيمه کې غلاوې کېږي.
هغه وايي چې کور يې د کابل- ګردېز پر لويه لار دى هره شپه يو شمېر کسان چې پوځي يونيفورم يې په ځان وي له خلکو په زور پيسې او نور قيمتي وسايل اخلي.
ده د بېلګې په توګه وويل: ((دوه ورځې وړاندې همدې غلو له ګوړې بار موټر درولى، ګوړه يې ترې ټوله وړې او موټر چلوونکی يې په دې يخه هوا کې تر سهاره په ونې پورې تړلی و.))
د پادخاب شانې سيمې اوسېدونکي نصيراحمد هم پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې هم له پوځي يونيفورمه په ګټې اخيستنې سره وسله والې غلاوې ډېرې شوې دي.
ده وويل: ((د وسله وال غلو چې نظامي جامې يې په ځان کې وې، تېره شپه د تخت شاه په سيمه کې هوټل ته ورغلي له خلکو يې نغدې پيسې او موبايلونه اخيستي او وروسته يې بيا ښه وهلي دي.))
دغه راز د خوښۍ ولسوالۍ قومي مشر شاه حسین پژواک ته وويل چې په تېره يوه اونۍ د دوی په سيمه کې ٧ وسله والې غلاوې او يوه د انسان تښتونې پېښه ترسره رامنځته شوې دي.
ده هم وويل چې وسله وال دغه غلاوې په پوځي يونيفورم کې کوي.
دی وایي: ((له ماښام سره سم وسله وال غله لارې ته راوځي او موتړ لوټوي څو ورځې وړاندې يو کس يې تښتولی و چې بيا د شل زره ډالرو په بدل کې راخوشی شو.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP