Language

د بلخ په عايداتي ادارو کې د فساد ادعا وشوه

مزارشريف (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۹۴): د شمال زون د فساد پر وړاندې د مبارزې مسوولين وايي چې د بلخ په ځينو دولتي ادارو کې فساد شته.

بلخوا د شمال زون د بشري حقوقو د خپلواک کمېسيون مسوولين بيا وايي چې په دولتي ادارو کې د فساد شتون د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدو يو مهم لامل دی.

دوی دغه څرګندونې په مزارشريف کې له فساد سره د مبارزې د نړيوالې ورځې د نمانځغونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

ياده نمانځغونډه چې د لېندۍ په ۲۴مه په مزارشريف ښار کې ترسره شوه، د شمال زون د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مسوولينو، د ولايتي شورا وکيلانو او د مدني ټولنې ځينو فعالانو په کې برخه اخيستې وه.

د شمال زون د فساد پر وړاندې د مبارزې رييس عبدالرشيد حليمي وويل چې د بلخ ولايت عايداتي ادارو کې فساد شته دی؛ خو په هغې کچه نه څومره چې د نورو ولايتونو په دولتي ادارو کې ليدل کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((زه دا نه شم ردولی، په بلخ کې فساد شته، په ځانګړې توګه عايداتي ادارو کې، د فوايد عامې او ترانسپورټ په بندرونو، ښاروالۍ او کمرګ کې فساد شته دی.))

خو د هغه په وينا، په هغې کچه د بلخ په يادو ادارو کې هم فساد نشته، څومره چې دوی د نورو ولايتونو په دولتي ادارو کې ويني.

د شمال زون د فساد پر وړاندې د مبارزې رييس حليمي دا هم وويل چې د بلخ ولايت ځيني دولتي رييسان له خپلو دندو ناوړه ګټه پورته کوي.

نوموړي زياته کړه چې د دولتي رييسانو د شتمنيو د ثبت په پروسه کې د بلخ ځيني دولتي رييسان ناغېړي کوي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.