Language

د غزني په ده یک کې ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۹۴): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په ده يک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په لړ کې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي خو طالبان دا نه مني.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د لېندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانګړو امنيتي ځواکونو تېره شپه د ده يک ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې دغه عمليات تېره شپه ٩ بجې پيل شوي او د شپې تر دوو بجو پورې يې دوام درولود.

د امرخېل په وينا، د همدې عملياتو په لړ کې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د ده يک ولسوال کريم الله اميري پژواک ته وويل چې ځانګړو امنيتي ځواکونو تېره شپه د دې ولسوالۍ په شېرکلا سيمه کې عمليات کړي دي.

خو هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٩ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

خو د شېرکلا سيمې اوسېدونکي عبدالمنان پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو د تېرې شپې د عملياتو په ترڅ کې دوه ملکي وګړي، يو ملا امام او دوه د جومات طالبان وژلي دي.

خو هغه دا هم وويل چې د تېرې شپې په عملياتو کې پنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه په ده يک ولسوالۍ کې کوم طالب نه دی وژل شوى.

هغه وايي چې د امنيتي ځواکونو د تېرې شپې عملياتو په ترڅ کې د نصرالله په نوم د جومات ملا امام، شپږ د جومات طالبان او د محمدعمر په نوم د سيمې یو اوسېدونکى وژل شوي دي.

خو د ده يک ولسوال کريم الله وايي: ((وژل شوي ټول وسله وال طالبان دي، بل هېڅوک په کې نشته.))

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د کورنيو چارو وزارت وايي چې تېره شپه د امنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور نور ژوندي نيول شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics