Language

په بلخ کې اووه زره ښځې پر نشه يي توکو روږدې دي

مزارشريف (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۴): د افغان مېرمن شبکه وايي، د دوی څېړنې ښيي چې په بلخ ولايت کې ۷ زره مېرمنې پر نشه يي توکو روږدې دي.

خو د بلخ د ښځو چارو رياست ته دغه شمېر د منلو وړ نه دی.

د يادې شبکې مسوولينو د لېندۍ په ۲۵مه د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ښځو د هر اړخيز ژوند په اړه مطبوعاتي ناسته وکړه چې مدني فعالانو هم په کې برخه لرله.

د افغان مېرمن شبکې مسوولې مېرمن عارفې صفار د پژواک خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې وويل چې په بلخ ولايت کې د مېرمنو د ژوند ګواښنې يو لامل نشه يي توکي دي.

نوموړې زياته کړه چې دوی د بلخ ولايت د مېرمنو د ژوند هر اړخيز حالت د معلومېدو په موخه څېړنه کړې چې په ترڅ کې يې بېلابېل اړخونه څرګند کړي دي.

د هغې په وينا، د دوی څېړنه څرګندوي چې په بلخ ولايت کې ورځ تر بلې د ځوانانو تر منځ د نشه يي توکو د کارېدو ستونزه د زياتېدو په حال کې ده.

مېرمن صفار وويل چې په بلخ ولايت کې د هغو مېرمنو شمېر چې پر نشه يي توکو روږدې دي، ۷زرو ته رسېږي.

په بلخ کې د خط نو مدني ټولنې مسوول چې په ياده څېړنه کې يې برخه لرله، پژواک ته وويل، چې په بلخ کې په دې کچه په نشه يي توکو د ښځو د روږدېدا يو ستر لامل د غالۍ اوبدنې سخت کار کول دي.

همداراز د نشه يي توکو د کر د حاصل د ټولونې پر مهال هم ځينې مېرمنې پر نشه يي توکو روږدې شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د خط نو ټولنې د شوې څېړنې له مخې په بلخ ولايت کې ۲۰۰زره په نشه يي توکو روږدي کسان ژوند کوي.

د هغه په وينا، د عامې روغتيا ادارې د معلوماتو له مخې هغه روږدی کس په يوه ورځ کې يو ګرام نشه يي توکي کاروي چې له دې مخې په بلخ کې هره ورځ ۲۰۰زره ګرامه نشه يي توکي کارول کېږي.

د افغانستان لومړنۍ ښځينه ټيکسي چلوونکې مېرمن سارا بهايي چې په ياده غونډه کې يې برخه لرله، پژواک ته وويل چې لا هم په ټولنه کې د سړيو په اندازه د ښځو قدر او د خپل ځواک د ښودنې اسانتيا نشته ده.

login or register a new account.

Related Topics