مهترلام (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٤): په لغمان ولايت کې د نامعلومو وسله والو له خوا پر يوه ملکي موټر ډزې شوې چې له امله يې يو ملکي وګړى وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د لېندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون مازديګر ناوخته د ولايت د مرکز مهترلام اړوند د شمټيو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې له الينګار ولسوالۍ مهترلام ښار ته روان سراچه موټر باندې وسله والو ډزې کړې چې له امله يې يو تن وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
دى وايي چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې، خو څوک يې په تړاو نه دي نيول شوي.
د عبدالصمد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې د موټر چلوونکى وژل شوى او څلور نور سپرلي ټپيان شوي دي.
د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبداللطيف قيومي پژواک اژانس ته وويل چې د قرغيو روغتون ته يو جسد او يو ټپي ور وړل شوي وو.
هغه د ټپي روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
د دغه بريد مسووليت چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP