Language

د افغانستان او منځنۍ اسيا تر منځ د خبرو اترو نړيوال کنفرانس پيل شو

مزارشريف (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٤): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د افغانستان او منځنۍ اسيا تر منځ د خبرو اترو درېيم نړيوال کنفرانس پيل شو.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کانفرانس د نړيوالو مطالعاتو د انسـټيټيوټ له خوا د بلخ ولايت مقام په همکارۍ نن پرانيستل شو او دوه ورځې به دوام ولري.

هغه زياته کړه چې په دغه کنفرانس کې د منځنۍ اسيا هېوادونو د سفيرانو تر څنګ د پاکستان او ترکيې سفيران او ځينو نورو ديپلوماتانو برخه اخيستې ده.

فرهاد وايي چې کنفرانس د نړيوالو مطالعاتو د انسـټيټيوټ د مشر داوود مراديان په پرانيستونکې وينا سره پيل شو.

مراديان وويل چې تر دې مخکې لومړى او دويم کنفرانسونه په کابل او هرات ولايتونو کې ترسره شوي دي.

نوموړي د دغه کنفرانس موخه د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو تر منځ سيمه ييزو همکاريو ته د زمينې برابرول او پراختيا ورکول په ګوته کړل.

تر مراديان وروسته د بلخ والي خبرې وکړې او تر هغه وروسته د ګډونوالو تر منځ بېلابېل ګردي مېزونه پيل شول.

په دې اړه به نور بشپړ راپور وروسته خپور شي.

login or register a new account.