Language

 

مزارشريف (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۹۴): د منځنۍ اسيا د ځينو هېوادونو سفيرانو د افغانستان او د اسيا وچې د يادې برخې تر منځ د سيمه ييزو همکاريو اړتيا جدي وګڼله، خو د امنيت په برخه کې يې اندېښنه وښوده.

دغه څرګندونې د قزاقستان او قرغزستان سفيرانو او په تاجکستان کې د افغانستان او سيمې د مطالعاتو د مرکز مسوول په مزارشريف ښار کې د افغانستان او منځنۍ اسيا تر منځ د خبرو اترو د نړيوال کنفرانس په ترڅ کې د يوه ګردي مېز په بحث کې وکړې.

دا نړيوال کنفرانس د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د لېندۍ په ۲۶مه ترسره شو چې د شمال زون د لوړپوړو چارواکو تر څنګ په کې د منځنۍ اسيا پر هېوادونو سربېره د ترکيې، روسيې، پاکستان او د سيمې د ځينو نورو هېوادونو سفيرانو او قونسلرانو برخه اخيستې وه.

د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د انسټيټوټ رييس محمد داوود مراديان د کنفرانس په پرانيستې وينا کې وويل، ياد کنفرانس د دغه انسټيټيوټ او د بلخ ولايت مقام په همکارۍ جوړ شوى دى.

نوموړي زياته کړه، له دغه کنفرانس څخه موخه د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادنو تر منځ د هر اړخيزې همکارۍ زمينه برابرول دي.

د هغه په وينا، افغانستان د بلخ له لارې يو وخت د منځنۍ او مرکزي اسيا تر منځ د پول حيثيت درلود، چې بايد د دغه حيثيت اسانتيا بيا ولټول شي.

له رسمي ويناوو وروسته د کنفرانس د خبرو اترو پيل د افغانستان او منځنۍ اسيا په تړاو د منځنۍ اسيا د ځينو هېوادونو د سفيرانو او د ځينو سياسي او ټولنيزو کارپوهانو تر منځ په ګردي مېز پيل شو.

په دغه ګردي مېز کې په افغانستان کې د قزاقستان سفير بيتيموف، په افغانستان کې د قرغزستان سفير عبدالرزاقوف، په تاجکستان کې د افغانستان او سيمې د مطالعاتو مرکز رييس ډاکتر قاسم شاه سکندري او په امريکا کې د اينديانا پوهنتون استاد پروفيسور نظيف شهراني برخه لرله.

د قرغزستان سفير عبدالرزاقوف د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، دوی د هغو پراختيايي پروژو او چارو لپاره هيله من دي چې افغانستان په کې د منځنۍ او جنوبي اسيا تر منځ د پول حيثيت غوره کوي.

هغه زياته کړه، د سيمه ييزې همکارۍ لپاره د افغانستان امن او ثبات تر ټولو لومړنۍ اړتيا ده چې بايد ويې لري.

نوموړي په دې برخه کې له افغانستان سره د قرغزستان د شوو مرستو يادونه وکړه چې د بېلګې په توګه يې په دغه هېواد کې د ۲۲۱ افغان محصلينو لپاره د لوړو زده کړو د اسانتياوو برابرول دي.

login or register a new account.

Related Topics