کابل (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٤): د افغان دولت کابينې د کانونو او پټروليم وزارت هغه وړانديز تصويب کړ چې د بغلان ولايت د قره ذغن د سرو زرو کان د قرارداد فسخه کولو په اړه يې کړى و.
له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا تصميم تېره ورځ د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د وزيرانو شورا په غونډه کې نيول شوى دى.
په دې ناسته کې د کانونو او پټروليم وزير داوودشاه صبا د دغه کان چې د بغلان په دوشي کې موقعيت لري، د قرارداد لغوه کولو وړانديز وکړ او ويې ويل چې په دې برخه کې فني او تخصصي نظريات څرګندوي چې په دغه کان کې اکتشافي کارغير اقتصادي او نا موجه دى.
په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د دولت کابينې دا وړانديز له قراردادي شرکت سره د دغه کان د قرارداد د لغوه کوله په اړه تصويب کړ.
د کانونو او پټروليم وزارت د معلوماتو له مخې، د قره ذغن د سرو زرو کان د ١٣٨٧ کال د چنګاښ په دويمه نېټه د کانونو په برخه کې د وزيرانو کمېسيون د مصوبې له مخې داوطلبۍ ته وسپارل شو چې د ګډون کوونکو دريو شرکتونو له ډلې د سيد سعادت منصور نادري په مشرۍ د
(Afghan Krystal Natural Resources Company) په نوم شرکت ګټونکى اعلان شو.
وپتېیل شوه چې دا شرکت به ١٢ ميليونه ډالره تر دوو کلونو پورې د بهرنيو متخصصانو په همکارۍ د کان د تحفحص، اکتشاف او ګټې اخيستنې ته د چمتو کولو ورکوي او د لسو کلونو په ترڅ کې به د کان د پراختيا او سرو زرو د پروسس لپاره ٣٨ ميليونه ډالره پانګونه کوي.
د کانونو او پټروليم وزارت ويلي وو چې د پانګونې او چاپېريال او ټولنيزو مسايلو لپاره د دغه شرکت تخنيکي او مالي ظرفيت يې ارزولى چې له همدې امله دا قرارداد د ١٣٨٩ لمريز کال په غبرګولي مياشت کې د وزيرانو شورا له خوا منظور شو.
login or register a new account.