کابل (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٤): د دولت کابينې د يوې ناستې پر مهال د هېواد په دننه کې د چاڼ په موخه د خامو نفتو د را واردولو طرحه تصويب کړه.
د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دغه پرېکړه د کابينې په پرونۍ ناسته کې چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ جوړه شوې وه، ونيول شوه.
په دې ناسته کې د هېواد د نفتو چاڼ خونو د وړتيا د څېړنې په دنده ګومارل شوي پلاوي له لوري چمتو شوى راپور، چې د تخنيکي وړتيا، توليدي توکو ډول، د توليد اړخونه، پر چاپېريال يې اغېز، کارموندنې او اقتصادي اړخونو په اړه و، د کانونو او پټروليم وزير داوود شاه صبا له لوري وړاندې شو.
کابينې، له هغه وروسته د سوداګرۍ او صنايعو وزارت په مشرۍ د کانونو او پټروليم، اقتصاد وزارتونو، د چاپېريال ساتنې ادارې او د سټنډرډ خپلواکې ادارې ته دنده وسپارل شوه، څو په راتلونکو درېيو مياشتو کې، هغو نفتي شرکتونو ته چې د نفتو د چاڼ ظرفيت لري، د هغو له توليدي وړتيا سره سم د نفتو د را واردولو اجازه ورکړي.
کابينې دغه راز پرېکړه وکړه، چې دغه شرکتونه د خامو نفتو د اکتان لوړولو په موخه له پرېماګون څخه د ګټې اخيستو حق نه لري او د دغه کار د ترسره کولو پر مهال به له سرغړوونکو شرکتونو سره قانوني چلند وشي.
پرې دې سربېره پرېکړه وشوه، څو ياد شرکتونه د يوه کال په موده کې بايد خپل تخنيکي او توليدي وړتيا د پټرولو (AKI78) سټنډرډ ته لوړه کړي.
د دولت کابينې د لارښوونې پر بنسټ، په دنده ګومارل شوى پلاوى بايد د خامو نفتو چاڼ کوونکي شرکتونه هرې درې مياشتې وروسته وڅېړي او په اړه يې کابينې ته راپور وړاندې کړي.
ورته مهال په هېواد کې د پټرولو د (AKI78) کيفيت طرحه، د کابينې غړو له خبرو او څېړنو وروسته تاييد شوه، څو دا ډول پټرول هېواد ته را وارد شي.
د يادې ناستې په بله برخه کې د کانونو او پټروليم وزير داوود شاه صبا د لوګر ولايت د مس عينک سيمې زيانمنو ته د لسو جريبه ځمکې د وېش په اړه د دغه وزارت او د ځمکو خپلواکې ادارې شريکه طرحه هم تصويب کړه.
login or register a new account.