Language

امنيتي ځواکونو د خانشين ولسوالۍ مرکز نيولى

کابل(پژواک،٢٧ ليندۍ ٩٤): چارواکي وايي، طالبانو د هلمند په واشر ولسوالۍ کې بريدونه پيل کړي او د دې ولايت  د خانشين ولسوالۍ مرکز دولتي ځواکونو نيولى دى.

دغه راز دولتي چارواکي وايي، په خانشين کې له وړمې شپې راهيسې ٤٢ وسله وال مخالفين وژل شوي ، خو وسله والو طالبانو او د سيمې خلکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

خانشين ولسوالۍ د ليندۍ په ١٨مه وسله والو طالبانو نيولې وه.

د ٤٠٦ سرحدي زون د پنځم کنډک قوماندان څارمن عبدالعلي کليوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه شپه امنيتي ځوکونو په خانشين کې شپنې علميات تر سره کړل چې په ترڅ کې يې ٣٢ وسله وال طالبان ووژل شول.

هغه وايي، نن سهار د عملياتو په ترڅ کې د دې ولسوالۍ مرکز د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغى  او په دې عملياتو کې هم لس وسله وال مخالفين ووژل شول.

ده وويل چې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې ټولې دولتي ودانۍ نړولې دي او اوس هم په دې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات روان دي.

هغه وايي چې په دې عملياتو کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو د هلمند ولايت د واشر ولسوالۍ په مرکزي سيمو کې هم پر دولتي پوستو بريدونه پيل کړي دي.

د واشر امنيه قوماندان لومړى څارن شېريار وايي چې د طالبانو دغه بريدونه تېره ورځ پيل شوي خو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.

دى وايي چې  تر اوسه په دې بريد کې له امنيتي ځواکونو څخه پنځه تنه ټپيان شوي دي.

هڅه مو وکړه چې د يادو دواړو بريدونو په اړه د سيمې له خلکو سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

طالبانو هم د يادو دواړو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.