پل علم- ايبک (پژواک، ٢٨ لېندۍ ٩٤): په لوګر کې د ماين چاودنې يو سيمه ييز پوليس وژلی او دری نور يې ټپيان کړي، بلخوا په سمنګانو کې له غلو سره په نښته کې هم دوه پوليس ټپيان شوي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د لېندۍ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار اته بجې د محمداغې ولسوالۍ په ده نو کلي کې رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه، سيمه ييز پوليس پر ګزمه بوخت و چې د سړک غاړه ماين پرې وچاودېد.
دى وايي چې په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او دری نور ټپيان شوي دي.
د هغه په خبره چې ټپيان شوي پوليس روغتون ته لېږدول شوي دي.
د عبدالله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې د سيمه ييزو پوليسو ګڼ موټر په سيمه کې پر ګزمې بوخت وو چې پر يوه موټر يې چاودنه وشوه.
ده زياته کړه چې د پېښې په ساحه کې يې يو شمېر پوليس په تپي حالت کې ليدلي خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
د يو بل خبر له مخې، د سمنګانو په مرکز ايبک کې له وسله والو غلو سره په نښته کې د پوليسو يو سرتېرى او يو افسر ټپيان شول.
د سمنګان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نورالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا يوه بجه د ايبک د سينما کارتې شا ته څو غله يوه کور ته ورغلي وو.
هغه وايي چې پوليس د ترلاسه کړي راپور له مخې سيمې ته ورغلل خو غله وسله وال وو او له پوليسو سره يې نښته وکړه چې له امله ياد دوه پوليس ټپيان شول.
د ده په وينا، په پايله کې غله په تېښته بريالي شول او د کور د خاوند ١٥٠زره افغانۍ، ١٢٠ ډالر او يوه اندازه د ښځو ګاڼې يې له ځان سره وړې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP