مزارشريف (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۹۴): د بلخ والي عطا محمد نور وايي، د افغانستان حالت د تېر کال په پرتله خراب شوی چې د بېرته ښه والي لپاره يې د ناټو ځواکونو جدي ملاتړ ته اړتيا ده.
نوموړي دغه څرګندونې تېره شپه د شمال زون د ناټو (غوڅ ملاتړ) د قوماندانۍ د قوماندان د بدلېدو په مراسمو کې وکړې.
د مزارشريف ښار هوايي ډګر ته څېرمه د شمال زون د مرستندويې، ښوونيزې او مشوره ورکوونکې په قوماندانۍ کې تېره شپه د قوماندان د بدلېدو په مراسمو کې د بريد جنرال اندرياس هانيمن (Andreas Hannemann) پر ځای بريد جنرال هارتموت رينک (HartmutRenk) د نوي قوماندان په توګه معرفي شو.
په دغو مراسمو کې په شمال کې پر مېشتو ناټو ځواکونو سربېره د بلخ لوړپوړو امنيتي او دولتي چارواکو هم برخه لرله.
د بلخ والي عطامحمد نور په يادو مراسمو کې د خپلو خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له خدمتونو د مننې تر څنګ د جرمني ځواکونو د مودې غځولو په تړاو خوښي وښوده.
نوموړي هيله وښوده چې په شمال کې به الماني ځواکونه د افغان ځواکونو د ښوونې او روزنې تر څنګ په اقتصادي او پراختيايي چارو کې هم د افغانستان ملاتړ کوي.
د هغه په وينا، د افغانستان حالت د تېر کال په پرتله ډېر بدتر شوی چې د بېرته سمولو لپاره يې چارو ته اړتيا ده.
نور وويل چې که خدای مه کړه، افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو پر ځاله بدل شي؛ نو د نړۍ ډېر هېوادونه به يې له امله زيانمن شي.
login or register a new account.