Language

په پکتيا کې قومي مشرانو له امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان  کړ

ګردېز(پژواک،٣٠ليندۍ٩٤): په پکتيا ولايت کې سلګونو قومي مشرانو، ځوانانو او ديني عالمانو له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ.

د پکتيا ولايت د بېلابېلو سيمو سلګونو قومي مشرانو، ځوانانو او ديني عالمانو نن (د ليندۍ٣٠مه) د يوې لويې غونډې په ترڅ کې له امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.

د دې ولايت د عالمانو او مجاهدينو شورا مشر مولوي خالق داد حقاني وويل چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه ټول بايد له امنيتي ځواکونو ملاتړ  وکړي.

هغه زياته کړه : (( که چيرې مو نظام له ستونزو سره مخ وي نو دين به مو له ستونزو سره مخ وي او په وطن کې به ډيرې ګډوډۍ وي نو په کار ده چې له خپل نظام او ځواکونو نه ملاتړ وکړو.))

د قومي مشرانو په استازيتوب جنت خان منګل هم وويل چې د پکتيا ټول قومونه په ګډه له امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي.

هغه وويل: (( موږ حاضر يو چې خپل بچيان په ملي ځواکونو کې شامل کړو ترڅو په هېواد کې امنيت ټينګښت ومومي.))

منګل له ځوانانو غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه بهرنيو هېوادونو ته له سفر کولو ډډه وکړي او له خپلو ځواکونو سره يوځاى شي.

دغه راز په دې غونډه کې د پکتيا د ولايتي شورا غړي عالم مير بهرام زوى وويل چې خلک له حکومت نه ملاتړ کوي نو حکومت ته په کار ده چې خلکو ته اړين خدمتونه وړاندې کړي.

هغه زياته کړه : (( دا زموږ په رايو رامنځته شوى نظام دى موږ له دې نظام نه ملاتړ کوو.))

دغه راز د غونډې په پاى کې د پکتيا والي نصرت الله ارسلا وويل چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه له امنيتي ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ ډير مهمه دى.

ده وويل چې په پکتيا کې خلک له امنيتي ځواکونو سره پوره همکار  دي نو ځکه يې امنيتي حالات هم د ځينو نورو ولايتونو په پرتله ښه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په ځينو نورو ولايتونو کې قومي مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو او د مدني ټولنو غړو له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړى دى.

login or register a new account.

Related Topics