Language

ښرنه (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤): د پکتيکا يو شمېر اوسيدونکي وايي چې د ښرنې او انګور اډې تر منځ د غځېدلي سړک د پخولو چارې په ځنډ روانې دي او چارې یې په ټاکل شوي وخت پای ته نه شي رسېدای.

تېر کال د کب په مياشت کې د مرکز ښرنې او انګور اډې تر منځ د ٥٠ کيلومتره سړک د پخولو تړون له يوې افغان- ترک کمپنۍ سره د ٥٢ ميليونه ډالرو په بدل کې لاسليک شو.

د دغه تړون له مخې، د ياد سړک د جوړولو چارې بايد د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.

خو د پکتيکا د سرروضې ولسوالۍ اوسېدونکي حبيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه سړک د جووړلو چارې په ځنډ پر مخ روانې دي چې له امله يې اړوند کمپنۍ نه شي کولاى پر ټاکلي وخت د دغه سړک د جوړونې چارې پاى ته ورسوي.

هغه زياته کړه: ((زه کلونه کېږي په دې لاره موټر چلوم، لاره ډېره خرابه ده او کمپنۍ هم په نه زړه کار کوي او که کار يې همداسې روان وي په څو کلونو کې به یې هم خلاصې نه شي کړی.))

دغه راز د مرکز ښرنې اوسېدونکي مومن هم پژواک ته وويل چې د مرکز ښرنې او انګور اډې تر منځ د غځېدلي سړک د پخولو چارې ډېرې ورو روانې دي.

هغه وايي: ((دا يو ډېر مهم سړک دى، هره ورځ ډېر خلک پرې تګ راتګ کوي، بايد کمپنۍ يې د جوړونې چارې پر خپل وخت خلاصې کړي.))

همدارنګه په ولسي جرګه کې د پکتيکا استازي نادرخان کټوازي هم پژواک ته وويل چې د ياد سړک د جوړولو قرارداد له يوې داسې کمپنۍ سره لاسليک شوی چې د سړک د پخولو وړتيا نه لري.

هغه وويل: ((له کومې کمپنۍ سره چې تړون شوى هغه يوه افغاني کمپنۍ ده خو د پيسو په زور يې په ځان باندې د ترکي کمپنۍ نوم ايښی دى.))

کټوازى وايي چې د اړوندې موضوع په اړه يې په پکتيکا او کابل کې له حکومتي چارواکو سره خبرې کړې دي.

د پکتیکا والي امين الله شارق هم پژواک ته وويل چې د ياد سړک د جوړولو چارې په ځنډ سره روانې دي.

خو ده وويل چې د دې ستونزې د حل په موخه يې له اړوندې کمپنۍ او فوايد عامې وزارت سره خبرې کړې او ډېر ژر به دغه ستونزه هواره شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.