Language

په بلخ کې د کوکنارو کرل کېدو چارواکي اندېښن کړي

مزارشريف (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۴): د بلخ دولتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د کوکنار د بيا کرل کېدو په اړه اندېښمن دي او له د منځه وړو لپاره به يې جدي ګامونه پورته کړي.

د بلخ ولايت په مقام کې د مرغومي په لومړۍ نېټه د ولايت مقام د سکتوري او تخنيکي برخې رييس ذبيح الله اختري د بلخ ولايت د تېرو دوه سوه ورځو د لاسته راوړنو او ستونزو په تړاو معلومات له رسنيو سره شريک کړل.

نوموړي د دولتي خدمتونو د وړاندې کېدو تر څنګ د ځينو ستونزو يادونه وکړه چې بلخ ورسره مخ و.

اختري د تېرو دوو سوو ورځو د ستونزو په تړاو يوه جدي ستونزه د دغه ولايت په چاربولک او چمتال ولسواليو کې د کوکنارو کر کېدل ياد کړل.

نوموړي په بلخ کې د کوکنار بيا کرل د خطر زنګ وباله او د له منځه وړو لپاره يې د جدي کړنو يادونه وکړه.

د هغه په وينا، دوی له نشه يي توکو سره د مبارزې له وزارت سره خپل پلان شريک کړی چې په بلخ کې د کوکنار د کر د له منځه وړو په برخه کې د بوديجې اسانتيا ورته برابره کړي.

پژواک خبري اژانس درې ورځې وړاندې په دې اړه راپور درلود چې د بلخ په چمتال او چاربولک ولسواليو ترڅنګ د ياد ولايت په بلخ، شولګر او دولت اباد ولسواليو په ځينو سيمو کې هم کوکنار کرل شوي دي.

اختري وويل چې په تېرو دوو سوو ورځو کې يې ځينې نورې ستونزې هم لرلې چې ځينې يې حل او د ځينو د حل کېدو په موخه د ګړنديو هڅو په درشل کې دي.

نوموړي زياته کړه چې د چمتال، چاربولک، کشندې او زارع ولسواليو امنيت حالت په نسبي ډول خراب شوی و چې د بېرته امن او ثبات لپاره يې چټکې هڅې وشوې.

همداراز په همدې موده کې په بلخ ولايت او په ځانګړې توګه مزارشريف ښار کې د معتادينو شمېر زيات شو چې د ښار کوڅو او واټونو پر څنډو زيات وليدل شول.

همدا راز د ولسواليو په کچه د ملي پوليسو او ملي اردو د سرتېرو کمښت د تېر په څېر د بلخ ولايت له جدي امنيتي ستونزو څخه ده.

نوموړي په ولسواليو کې د محکمو او څارنواليو ادارو لپاره د اسانتياوو  نه شتون چې په ډېری ولسواليو کې دغه ادارې د کار لپاره مکان هم نه لري، له جدي ستونزو څخه وګڼلې.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.