Language

په مزار کې لسګونه معلولين له حرفوي زده کړو فارغ شول

مزارشريف (پژواک،د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۴): د بلخ په مرکز مزارشريف کې لسګونه معلولين له بېلابېلو حرفوي زده کړو فارغ شول.

په دغه ولايت کې د کار، ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو سرپرست رييس مطيع الله د مرغومي په لومړۍ نېټه، له حرفوي زده کړو د فارغو په وياړ د مراسمو په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل چې نن د ځينو ولايتونو ۱۴۷  معلولين له حرفوي زده کړو فارغ شول.

نوموړي زياته کړه چې په دغو معلولينو کې ۷۴ د بلخ او پاتې يې د هېواد د نورو ولايتونو دي.

د هغه په وينا، ياد معلولين د موبايل جوړونې، لوښو جوړونې، برېښنايي الاتو جوړونې نجاري، خياطي او بېلابېلو نورو حرفوي برخو کې روزل شوي دي.

همداراز دغو معلولينو ته د سوېډن کمېټې له خوا د حرفوي کسب د اړتيا وړ وسايل او سامانونه هم ورکول شول.

مطيع الله وويل، ياد معلولين د دغو حرفوي زده کړو پر مټ باندې کولی شي چې د خپلو ورځنيو چارو اقتصادي ستونزې تر يو ځايه سمبال کړای شي.

نوموړي زياته کړه، په بلخ ولايت کې له دوی سره ۳۵۰۰ معلولين ثبت دي، چې ځينې حقوق او امتيازات تر لاسه کوي.

د هغه په وينا، د دوی د رياست پر چارو سربېره هم په بلخ ولايت کې معلولين له ستونزو سره مخ دي.

د شهيدا او معلولينو سرپرست رييس وويل چې لا هم زيات شمېر معلولين د ژوند وړ اسانتياوې نه لري او په ځينو دولتي ادارو کې يې د کارمندانو په توګه ونډه هم د نشت برابر ده.

په يادو مراسمو کې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت مرستيال واصل نور مهمند هم برخه اخيستې وه.

نوموړي پژواک ته وويل چې دغه وزارت په ټول هېواد کې د معلولينو د حرفوي زده کړو لپاره ۴۲مرکزونه لري.

نوموړي زياته کړه، دوی هڅه کوي چې له معلولينو سره د نېغو مرستو تر څنګ د حرفوي کسب د ورزده کولو له لارې پر ځان بسياکړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.