Language

له غزني څخه تښتول شوي څلور کسان خوشې شوي

غزني ښار (پژواک ۲ مرغومی ۹۴) : د غزني امنیتي چارواکي وايي چې له قره باغ ولسوالۍ څخه د مالستان ولسوالۍ تښتول شوي څلور تنه بیرته خوشې شوي دي.

وسلوالو کسانو شپږ تنه چې څلور يې نارینه او دوه يې مېرمنې وې، د تیرې شنبې په ورځ سهار مهال د غزني د قره باغ ولسوالۍ د موشکې له سیمې څخه تښتولي وو.

د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال امین الله امرخیل وايې، دغه څلور تنه چې درې يې د مالستان او یو يې د جاغورو ولسوالۍ اوسیدونکي وو،  نن مازیګر ناوخته د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې شول.

 قوماندان وايې، چې د دې کسانو په خوشې کېدو سره هیڅ کومه معامله نه ده شوې، بلکې دا کسان د قومي مشرانو په هڅه خوشې شوي، چې ډير ژر به خپلو کورنیو ته وسپارل شې.

په ولایتي شورا کې د جاغورو ولسوالۍ استازي لطیفه اکبري هم وايې چې دا کسان نن مازیګر د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې ازاد شوي دي.

login or register a new account.