Language

“د غزني د ولايتي شورا ډېرى غړي پر خپلو شخصي کارونو بوخت دي”

غزني ښار(پژواک،٣مرغومى ۹۴): د غزني د ولايتي شورا يو شمېر غړي او ځينې اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت د ولايتي شورا ډېرى غړي پر خپلو شخصي کارونو بوخت دي او غونډو ته نه راځي.

د افغانستان د ملکي کارکوونکو د قانون د سلمې مادې له مخې پرته له عذره د دولت هېڅ کارکوونکى نه شي کولى له دريېو ورځو پرله پسې ډېره غيرحاضري وکړي او که چيرې دا کار وکړي نو د هرې ورځې په بدل کې يوه ورځنۍ تنخوا ګرځول کيږي.

د غزني ښار يوتن اوسېدونکي محمدحليم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا غړي بايد د حکومت له کړنو څارنه وکړي او د خلکو ترمنځ اړيکې ټينګې کړي.

خو دى وايي : (( د ولايتي شورا ځينو غړو خپل کارونه پرېښي ولسواليو ته تللي او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې يې وسله اخيستې ده.))

د غزني ښار يو بل اوسېدونکي نورالله هم پژواک ته وويل چې د ولايتي شورا غړي په خپلو شخصي کارونو بوخت دي.

هغه ادعا وکړه چې د ولايتي شورا ډيرى غړي نا لوستي دي نو ځکه پر خپلو دندو ښه نه پوهيږي.

دغه راز د غزني د مدني ټولنې غړي محمد عارف پژواک ته وويل چې د ولايتي شورا غړو د خلکو پر وړاندې خپل مسووليت په سم ډول نه دى ترسره کړى.

دى وايي ، امکان لري چې د غزني اوسېدونکي په راتلوونکو ټاکنو کې برخه وانخلي.

د ده په وينا، خلکو د سر په قيمت په ټاکنو کې برخه واخيسته او د ولايتي شوراګانو کانديدانو ته يې رايه ورکړه، خو دوى له خلکو سره جفا کوي او په منظمه توګه خپلو دندو ته نه حاضريږي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع هم وايي چې د ولايتي شورا غړي ډېرى وخت خپلو دندو ته نه حاضريږي او په شخصي کارونو بوخت دي.

هغه زياته کړه : ((دا وکيلان امتياز اخلي، پوليس ورسره دي ، خو خپلو دندو ته نه راځي چې دا کار يې د قانون خلاف دى .))

د جامع په وينا، د غزني د ولايتي شورا اداري پلاوى هڅه کوي چې د دې شورا غړي په منظمه توګه غونډو ته راشي، تر څو په سمه توګه د خلکو ستونزو او نورو اړوندو چارو ته رسېدنه وشي.

login or register a new account.