ښرنه(پژواک،٣مرغومى٩٤): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له دوه مياشتو وروسته وسله والو طالبانو د ځينو شرطونو په ايښودلو سره د وزېخوا، تروى او وړممۍ ولسواليو لارې د ترافيکو پرمخ پرانيستې دي.
د وازېخوا ولسوالۍ اوسېدونکي جان ګل د مرغومي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوه مياشتو راهيسې د وازېخو، تروى او وړممۍ ولسواليو لويې لارې له مرکز ښرنې او نورو ولسواليو سره تړل شوې وې.
هغه وايي چې وسله والو طالبانو تېره ورځ يادې لارې د ځينو شرطونو په ايښودلو سره بېرته پرانيستې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د طالبانو په دې شرطونو کې راغلي چې د دې ولسواليو اوسېدونکي به حکومت ته سيمه ييز پوليس نه ورکوي او پر دې لار به يواځې خوراکي توکي لېږدول کيږي.
د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکي بشيراحمد پژواک ته وويل : (( موږ له طالبانو سره خبرې وکړې او يوه نوې لاره يې د ځينو شرطونو په ايښودلو سره پرانيستله.))
ده وويل : (( طالبان وايي چې دولت ته به سيمه ييز پوليس نه ورکوي او پر دې لار به پټرول او ډيزل نه لېږدوي، ترڅو په دې ولسوالۍ کې شته ځواکونه تر فشار لاندې راشي.))
د وازېخوا ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالغني بيا وايي چې د وسله والو طالبانو د ګواښ له امله په دې ولسوالۍ کې روغتيايي مرکز هم تړل شوى دى.
هغه وويل : (( طالبانو ډاکټرانو ته ويلي که چېرې روغتون فعاله کړي نو وبه وژل شي.))
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي پژواک ته وويل چې خلک بايد د وسله والو طالبانو غوښتنې او شرطونه ونه مني.
هغه زياته کړه : (( زموږ خلک بايد هېڅ کله دښمن ته تسليم نه شي.))
ده وويل چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د وازېخوا ولسوالۍ د امنيت د ټينګښت په موخه عمليات پيل شوي دي.
هغه وايي چې د يادو عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو ډيرې سيمې له طالبانو څخه بېرته نيولې دي.
login or register a new account.