Language

په بلخ کې ٥٠٠ رضاکاران ټولنيز خدمتونه تر سره کوي

مزارشريف (پژواک،۳مرغومی ۹۴): په مزارشريف کې د شمال زون د سويډن کمېټې مسوولين وايي، چې د دغه زون په ۱۵ولسواليو کې د ۵۰۰ رضاکارانو پر مټ د معلولينو د ژوند ښه کېدو تر څنګ ټولنيز خدمتونه وړاندې کوي.

  د مرغومي په ۳مه، د شمال زون سوېډن کمېټې د رضاکارانو نړيواله ورځ ونمانځله، چې د يو شمېر رضاکارانو تر څنګ په کې د مدني ټولنې فعالانو هم برخه لرله.

د شمال زون د سوېډن کمېټې مسوول نجيب الله يزدان پنا د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی د شمال زون په بلخ، سمنګان، جوزجان او د سرپل ولايتونو په پنځلس ولسواليو کې ۵۰۰ رضاکاران لري.

نوموړي زياته کړه، چې دغه رضاکاران په خپلو سيمو کې د معلولينو د ژوند په برخه کې د هراړخيز  مثبت بدلون راوستو په موخه کار کوي.

همداراز په ځينو ټولنيزو مسايلو کې برخه اخلي  او د سيمې نور خلک له ځانه سره ملګري کوي.

د بلخ ولايت د نهرشاهي ولسوالۍ د پنځلسو کليو د مشرانو د شوار مشر خدای بيردي مرادي پژواک ته وويل، چې له تېرو درې کلونو راهيسې له سويډن کمېټې سره د رضا کار په توګه کار کوي.

نوموړي زياته کړه، چې له دې سره يې يوه لور او يو زوی هم په سيمه کې د ټولنيزو بدلون او له معلولينو سره د مرستې په موخه بېلابېلې چارې تر سره کوي.

د هغه په وينا يوې معلولې کورنۍ ته يې د شپږو مياشتو لپاره خپله حوېلۍ په وړيا توګه په کرايه ورکړې وه، د سيمې د خلکو په مرسته يې کوڅو باندې چغل اچولی دی

همدراراز په خپله سيمه کې يې د معلولينو لپاره د يوه ځانګړي ښوونځي د جوړېدو چارې هم پيل کړې دي.

login or register a new account.

Related Topics