کلات (پژواک، ٥ مرغومى ٩٤): د زابل امنيتي چارواکي وايي چې د پوليسو او وسله والو مخالفينو ترمنځ په جګړه کې اووه وسله وال مخالفين او دوه پوليس وژل شوي دي.
د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د مرغومي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو طالبانو نن سهار په ياده سيمه کې د سړک جوړونې د يوې کمپنۍ پر ساتونکو بريد وکړ.
د ده په خبره، وروسته پوليس سيمې ته ورسېدل او له مخالفينو سره يې دری ساعته جګړه وکړه چې په پايله کې يې اوه وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د فراهي په وينا، په دې جګړه کې دوه پوليس هم ټپيان شوي او له وسله والو مخالفينو يې يوه اندازه سپکې وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
خو د نوخېز په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې چې نه یې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک اژانس ته وويل چې په جګړه کې دوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپی دی.
د سرچينې په وينا، په سيمه کې د وسله والو دری جسدونه او يو سراچه موټر هم پاتې دي.
په دې جګړه کې د سړک جوړونې ساتونکو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP