ښرنه (پژواک، ٥ مرغومى ٩٤): د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ نښته شوې چې له امله يې ٧ طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيم زي د مرغومي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ارګون ولسوالۍ په پيرګوټي سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د طالبانو د يو ډلمشر په ګډون ٧ تنه وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
ده وويل: ((د دوو طالبانو جسدونه په سيمه کې پراته دي چې پاکستاني شناختي کارتونه يې هم په جېبونو کې دي.))
عبدالرحيم زي دا هم وويل چې د يادې جګړې له امله يو شمېر مهمات او وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
خو ده په ياده جګړه کې د افغان امنيتي ځواکونو او ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
د پيرګوټي سيمې اوسېدونکي جمعه خان هم پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.
ده وويل چې په دې نښته کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى.
د جمعه خان په وينا، په دې جګړه کې ګڼو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو په پيرګوټي سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وويل چې په دغه بريد کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او دری نور ټپيان دي.
مجاهد دا هم وويل چې د دې نښتې له امله يو شمېر وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن