Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زابل عالمانو د تړلو ښوونځیو خلاصون کې د مرستې ژمنه وکړه

د زابل عالمانو د تړلو ښوونځیو خلاصون کې د مرستې ژمنه وکړه

author avatar
27 Dec 2015 - 19:21
د زابل عالمانو د تړلو ښوونځیو خلاصون کې د مرستې ژمنه وکړه
author avatar
27 Dec 2015 - 19:21

کلات (پژواک، ٦مرغومى ٩٤): د زابل ولایت یوشمېر دیني عالمان وایي، چې د پوهنې له ریاست سره به د تړلو ښوونځیو په بيا پرانیستلو کې مرسته وکړي.

په دې ولايت کې اوسمهال تر ١٥٠ ډېر ښوونځي تړلي دي.

سلګونه دیني عالمان،چی نن د زابل د پوهنې ریاست په ودانۍ کې راټول شوي وو، د تړلو ښوونځیو په بېرته پرانیستلو کې د مرستې ژمنه وکړه. 

ديني عالم ملا عبدالحکيم، پژواک خبرى اژانس ته وويل چې د پوهنې له بهير سره مرسته د دوى مسووليت دى، ديني عالمان اوس پوه شوي، چې معارف يو غير سياسي ارګان دى او بايد مرسته ورسره وشي.

د ده په وينا، دوى به په ټولو سيمو کې د ښوونځيو او ديني مدرسو د فعاليت لپاره هڅې وکړي.

د مولوي نورالله په نوم يوه بل ديني عالم وايي، عالمان به د ښوونځيو ملاتړ وکړي او وسله وال مخالفين به وهڅوي ترڅو د ښوونځيو له تړلو څخه لاس واخلي.

دى زياتوي، ددوى دهڅو پايله به دراتلونکي د ښوونيز کال په پيل کې جوته شي.

د زابل د پوهنې رییس رحیم الله لودین، پژواک ته وویل، چی دغه له بېلابېلو ولسواليو راغلي کابو دوه سوه ديني عالمان په خپله خوښه دې چمتو ته شوي،چې د زابل د پوهنې له بهير سره مرسته وکړي.

ده زياته کړه، هغوى به په خپلو سيمو کې د تړليو ښوونځيو بېرته پرانيستلو ته خلک او د دولت وسله وال  مخالفين وهڅوي، چې په دې سره به د پوهنې بهير پر وړاندې پرتې ستونزې يو څه راکمې شي.

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.