ښرنه (پژواک ٦ مرغومى ٩٤): د پکتيکا د استيناف څارنوالۍ مشر وايي، د دې ولايت د ولايتي شورا پر يوې غړې حنيفې کټوازۍ تور پورې شوى، چې په جعلي تعليمي اسنادو د ولايتي شورا څوکۍ ته رسېدلې ده.
د دې څارنوالۍ مشر څارنيار اسدالله وزيري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر حنيفې کټوازۍ تور دى چې د دولسم ټولګي د فراغت اسناد يې جعلي جوړ کړي دي.
دى وايي: "د افغانستان د لويي څارنوالۍ او د شکاياتو کميسيون د مکتوبي غوښتنې سره سم مو نوموړې ته د دې تور د سپيناوي په موخه په تېرو اتو ورځو کې دوه ځلي په مکتوبي شکل خبر ورکړی، خو نوموړې څارنوالۍ ته نه ده حاضره شوې."
د ولايتي شورا يوې سرچيني بيا پژواک ته وويل، چې حنيفه کټوازۍ په رسمي ډول هېڅ زده کړې نه دي کړي او نه هم په سم ډول په ليکلو او لوستلو پوهېږي، خو د ځان لپاره يې يو ډول جعلي اسناد جوړ کړي، چې له مخې يې د درېيم ځل لپاره د ولايتي شورا تر څوکۍ ځان رسولى دى.
هغه زياته کړه، نوموړې په تېرو دوو دورو کې هم د دې شورا د غړې په توګه پاتې شوې ده.
د پکتيکا د ولايتي شورا ټاکنې چې د خپلمنځيو اختلاف له امله ځنډېدلې وې او تېره ورځ ترسره شوې، په پايله کې يې حنيفه کټوازۍ د منشي په توګه وټاکل شوه.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د تورنې شوې وکيلې حنيفې کټوازۍ نظر واخلو، خو له بيا بيا اړيکو نيولو سره سره، نوموړې خبرو کولو ته حاضره نه شوه.
بايد وويل شي، چې د پکتيکا ولايتي شورا ۹ غړي لري، چې دوه يې مېرمنې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP