مزارشريف (پژواک،۷مرغومی۹۴): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د نجونو د فوټبال سيالۍ د دغه ولايت د نجونو ولايتي لوبډلې د ټاکلو په موخه پيل شوې.
دغه سيالۍ د مزارشريف ښار په مختار فوټبال لوبغالي کې د بلخ ولايت د اتو لوبډلو تر منځ د مرغومي په ۷مه، پيل شوې.
د بلخ د اولمپيک امريت د فوټبال د برخې مسوول حاجي اسحق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې سيالۍ د ليګ په سيستم ترسره کيږي چې په راتلونکو درې ورځو کې به يې پایلوبه هم تر سره شي.
نوموړي زياته کړه، چې دوی په بلخ ولايت کې د نجونو د فوټبال لوبې د ودې تر څنګ هڅه کوي، چې د دغه ولایت لپاره د ځوانو نجونو د فوټبال يوه لوبډله هم ولري.
د هغه په وینا، يادې سيالۍ په همدې موخه پيل شوي، چې د بلخ ولايت د نجونو د فوټبال ولايتي لوبډلې وټاکل شي.
په يادې سيالۍ کې لوبېدونکې د فوټبال لوبغاړې عارفې محمد زاده پژواک ته وویل خوشحاله ده چې په دې ولايت د نجونو فوټبال د پام وړ پرمختګ کړى او اوس يې ترمنځ سيالي هم ترسره کيږي.
نوموړې زياته کړه، چې کورنۍ بايد په دغه برخه کې د زلميانو تر څنګ نجونې هم تشويق کړي او ملاتړ يې وکړي.
د هغې په وينا، هغه کورنۍ چې خپلې لوڼې نه هڅوي نو لږ تر لږه د نورو د لارې خنډ دې نه کېږي.
دغه راز حاجي اسحق دا هم وويل، چې په بلخ ولايت کې سربېره پر دې چې د نجونو فوټبال د ودې په حال کې دی خو ځينې ستونزې هم لري.
نوموړي زياته کړه، چې د دوی تر ټولو جدي ستونزه د نجونو د فوټبال لپاره د ځانګړي لوبغالي نشتوالی دی، چې بايد حکومت په دې برخه کې ځانګړی پام وکړي.
د هغه په وينا، په بلخ کې د نجونو د فوټبال فدراسيون په پوره توګه فعال دی او هر کورنۍ کولی شي، چې خپلې لوڼې د فوټبال لوبې لپاره په دې لړۍ کې شاملې کړي.
login or register a new account.