Language

پکتیکا کې یوه کس د خپل طالب ورور د وژل کېدو له امله سکته کړې

ښرنه (پژواک، ٧ مرغومى ٩٤): د پکتيکا په شکيل اباد ولسوالۍ کې د يوه طالب د وژل کېدو له امله ورور يې د زړه سکته کړې او مړ شوى دى.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي د مرغومي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر د شکيل اباد ولسوالۍ په بورک سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دې نښته کې دوه طالبان وژل شوي او يو پوليس ټپي دى.

د عبدالرحيمزي په وينا، ټپي پوليس روغتون ته لېږدول شوى او روغتيايي حالت هم ښه دى.

خو د پکتيکا د ولايتي شورا غړي فضل الرحمن کټوازي پژواک ته وويل چې په وژل شوو دوو طالبانو کې يو يې د دوى کليوال دى.

هغه زياته کړه: ((موږ ورته څو ځلي وويل چې له دې مخالفت نه لاس واخله خو هغه زموږ خبره ونه منله او پرون چې دی وژل شوی نو ورور يې هم سکته کړې ده.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics