Language

دیني عالمان: بنسټ پالنې مسلمانانو ته ستونزې زېږولې

ګردېز (پژواک، ٨ مرغومى ٩٤): په پکتيا ولايت کې يو شمېر ديني عالمانو وايي چې د بنسټ پالنې له امله د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو سيمو کې مسلمانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په ګردېز ښار کې د مرغومې په ٨مه د سولې د همکاريو د يووالي دفتر په مرسته د ديني عالمانو لويه غونډه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د ياد دفتر مسوول قاضي لودين وويل چې په ډېرو مسلمانو ټولنو کې افراط او تفريط کېږي چې له امله يې په دې ډول ټولنو کې ستونزې هم ډېرې وي.

هغه زياته کړه: ((د يو کس ځورول د خداى ج او د هغه د رسول ص د ځورولو په معنا ده او د يو بې ګناه انسان وژل د ټولو انسانانو د وژلو په معنا ده خو اوس ځيني خلک بنسټ پالنه کوي او له دين نه بې خبره دي.))

په دې غونډه کې سعودي مېشتي ديني عالم محمدصفر هم وويل چې د بنسټ پالنې له امله مسلمانان له ستونزو سره مخ دي.

هغه وويل: ((که چېرې له ديني احکامو په سم ډول خبر شو نو افراطيت ته ځای نه پاتې کېږي او کومې ستونزې چې اوس اسلامي نړۍ ورسره مخ ده له منځه ځي.))

د هغه په وينا، که چېرې ټول اسلامي هېوادونه خپل سياست او اقتصاد اسلامي کړي نو په اسلامي هېوادنو کې به هېڅ ډول سياسي او اقتصادي ستونزې پاتې نه شي.

دغه راز يو بل ديني عالم مولوي احمدشاه هم ټينګار وکړ چې د سالم پرمختګ لپاره بايد مسلمانان له بنسټ پالنې لاس واخلي.

ده زياته کړه: ((اسلام د انسانانو روغتيا، ناموس، اقتصاد، ټولنيز ژوند، سياست، تعليم او هر اړخ ته پوره پام کړې دى او موږ که د اسلام احکام عملي کړو نو هېڅ ډول ستونزه به پاتې نه شي.))

ده له ديني عالمانو غوښتنه وکړه چې د بنسټ پالنې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او خلک هم همدې مبارزې ته وهڅوي.

مولوي احمدشاه دا هم وويل چې په دې وروستيو کې د اسلام له دين نه د غلط تفسير له امله ډېر کړکېچونه هم را پيدا شوي چې د حل لپاره بايد هڅې وشي.

 

login or register a new account.

Related Topics