مزارشريف (پژواک، ۸ مرغومی ۹۴):د بلخ ولايت امنيتي مسوولينو وايي، چې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې وسله وال مخالفين د خپلو وسله والو کړنو د پراختيا په هڅه کې دی.
دوی وايي، چې وسله وال مخالفين د بلخ په ځينو ولسواليو کې د مخابراتي انتنونو د ويجاړېدو، د سړک د غاړې د ماينونو د خښولو او په مرسته يې د ځينو ځانمرګو بريدونو د تر سره کېدو پلان لري.
د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال سيد کمال سادات د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د شمال زون د امنيتي ارګانونو د همغږۍ د غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وسله وال دښمن د ځينو کړنو پر وړاندې يې هڅې پيل کړې دي.
د بلخ ولايت ملي امنيت، نظم عامه، دويمه لوا، امنيه قوماندانۍ، سرحدي قوماندانۍ او ولايتي شورا مسوولينو نن د مرغومي په ۸مه د بلخ ولايتي د امنيتي حالت د ارزونې په موخه د بندو دروازو تر شا غونډه وکړه.
امنيه قوماندان وويل، دوی معلومات تر لاسه کړي، چې په دې وروستيو کې دښمن د بلخ په ځينو ولسواليو کې وسله والې کړنې پيل کړې دي.
نوموړي د کومې ولسوالۍ نوم په ډاګه نه کړ؛ خو زياته يې کړه، چې وسله وال دښمن په ځينو سيمو کې د مخابراتي انتنونو د ويجاړېدو هڅې کړې دي.
همداراز وسله وال مخالفين په ځينو سيمو کې د سړک د غاړې ماينونو په خښولو هم اخته دي.
سادات وويل، چې دښمن په بلخ ولايت کې د ځينو ځانمرګو بريدونو د تر سره کېدو پلان هم لري.
خو نوموړي زياته کړه، چې دوی په پوره توګه د دښمن د ټولو کړنو د له منځه وړلو پوره چمتوالی لري او هڅه کوي، چې د بلخ ولايت امنيت ته هېڅ ډول زيان ونه رسېږي.
د هغه په وينا، په ښار او ولسواليو کې چک پاينټونه زيات کړي او هڅه کوي، چې د دښمن هره تروريستي کړنه له ترسره کېدو وړاندې شنډه کړي.
نوموړي زياته کړ چې خلک بايد د دښمن پر وړاندې له خپلو امنيتي ځواکونو سره ملاتړ وي، چېرې چې هم کوم مشکوک عمل او خلک وګوري نو دوی ته دې خبر ورکړي.
login or register a new account.