Language

“د کندوز له سقوط وروسته په دغه ولایت کې څه باندې ١٣٠٠ وسله وال وژل شوي”

کندوز (پژواک، ٩ مرغومی ٩٤): په شمال ختيځ کې د پامير ٢٠مې فرقې قوماندانۍ ادعا کوي چې د طالبانو په لاس د کندوز له سقوطه وروسته، د طالبانو د مهمو کسانو په ګډون شاوخوا ١٣٤٥ وسله وال وژل شوي دي.

د يادې فرقې قوماندان جنرال محى الدين "غوري" وايي چې ياد شمېر کسان د توپان ١١ عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه عملياتو چې د ملي اردو ځانګړي کومانډو ځواکونه په کې بنسټيز نقش لري، د ځمکې او هوا له لارې ترسره کېږي.

جنرال غوري زياته کړه چې په وژل شوو کې د طالبانو يو شمېر مهم غړي چې د طالبانو له خوا دشت ارچي ولسوالې ته نومول شوی ولسوال ډاکتر حسين زوى روح الله او سيد رحمن چې د ماين په جوړولو کې يې مهارت درولود، هم شامل دي.

دا دوه کسان د هغو ٢١ کسانو په ډله کې وو چې تېره اوونۍ د ملي اردو کومانډو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې کندوز ښار ته څېرمه د دشت ارچي ولسوالۍ په ګورتپه سيمه کې ووژل شول.

همداراز دوه اوونۍ وړاندې د ملي اردو د خاصو ځواکونو عمليات له امله کندوز ښار ته څېرمه د کنم په سيمه کې ٢٧ وسله وال مخالفين ووژل شول چې د امير، عصمت الله، ذبيح الله، سردارمير او نورمحمد په نومونو پنځه قوماندانان په کې شامل وو.

د پامير ٢٠ فرقې قوماندان زيات کړه چې همدا اوس د توپان ١١ عمليات په دشت ارچي کې دوام لري او دا ولسوالۍ يو اندازه ارامه ده او د عملياتو لمن به د کندوز ښار شاوخوا سيمو ته وغځېږي.

له بل لوري د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان لوى پاسوال شېر عزيز کامه وال وويل په تېره يوه اوونۍ کې چې د امنيتي ځواکونو له لوري د کندوز په بېلابېلو سيمو کې عمليات ترسره شوي دي، د طالبانو شاوخوا ٢١ رينجر موټر او پنځه زغروال ټانکونه ويجاړ شوي دي طالبانو دا وسايط د کندوز ښار د نيولو پر مهال ترلاسه کړي وو.

طالبانو د کندوز ښار د تلې په شپږمه د دريو ورځو لپاره په خپله ولکه کې درلود چې وروسته د امنيتي ځواکونو عملياتو په ترڅ کې د هغوى له لاسه ووت.

د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان زياته کړه چې عملياتو ته زور ورکوي څو وسله وال مخالفين په راتلونکي پسرلې کې مورال ونه لري.

نوموړي زياته کړه چې د کندوز ښار په ځينو کليدي سيمو کې يې سترې پوځي اډې جوړې کړې دي څو د طالبانو پټنځايونه د کندوز ښار شاوخوا سيمو کې تر بريدونو لاندې راولي.

د يادونې ده، طالبان د کندوز ښار په څنډو کې پراخ فعاليت کوي؛ تر دې چې د شپې پر مهال د مخابراتي شبکو فعاليتونه هم بندوي او دغه وضعيت کندوز ښاريانو ته ستونزې زېږولې دي.

login or register a new account.

Related Topics