غزني ښار (پژواک، ٩ مرغومى ٩٤): په غزني ولايت کې د کابل- کندهار پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله دری تنه مړه شوي او ٢٢ نور ټپيان دي.
د غزني د ترافيکو مدير محمدالله احمدي د مرغومې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل- کندهار پر لويه لار د عزيز کلا په سيمه کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې يو ٣٠٤ ډوله موټر له يوه ټېلر سره ټکر کړی دى.
ده وويل چې په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون ١٨ نور ټپيان دي.
احمدي وايي چې دغه ډول پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطې له امله رامنځته کېږي.
دغه راز د غزني د ولايتي روغتون مشر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دغه روغتون ته ٢٢ ټپيان او دری مړي ور وړل شوي دي.
همت وايي چې په ټپيانو کې يوه ښځه او نور سړي دي خو د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا لس ورځې وړاندې هم د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوی و او ١٢ نور ټپيان و.
login or register a new account.