Language

قومي مشران: د هلمند امنیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی

لښکرګاه (پژواک، ۹ مرغومی ۹۴): د هلمند د ولايتي شورا ريیس او قومي مشران وايي که د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت په برخه کې بې غوري وشي نو ډېرې بدې پايلې به ولري.

د هلمند د ولايتي شورا مشر کریم خان اتل د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې ورځ تر بلې جګړه زور اخلي، خو امنيتي چارواکي يې پر وړاندې بې پروايي کوي.

هغه وايي چې د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت لپاره يواځې د کاغذ پر مخ ليکنې شوې په عملي بڼه هېڅ هم نه دي شوي.

هغه وايي چې په تېرو ورځو کې له سلو کسانو پرته نور تازه دمي سرتېري د دغه ولايت هېڅ سيمې ته نه دي استول شوي.

هغه زياته کړه: ((يواځې یوه سل کسیزه د کوماندو قطعه هلمند ته رسېدلې چې ۶۰ سرتېرو يې په سنګین کې عملیات کړي او نورو سيمو ته يې تازه دمي سرتېري نه دي استول شوي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د سنګين ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ او د ولسوالۍ ودانۍ له حکومت سره او د ولسوالۍ پاتې نورې برخې له طالبانو سره دي.

دى وايي چې د ګرشک، واشير، مارجې او خانشين ولسواليو يو شمېر سيمې له طالبانو سره دي او پاتې نورې يې هم له ګواښ سره مخ دي.

هغه زياتوي: ((په هلمند کې امنيتي چارواکي له يوې خوا سمه رهبري نه کوي او له بل پلوه حکومتي مشرانو ته غلط معلومات ورکوي چې دغه کار به يوه ورځ دغه ولايت له سقوط سره مخ کړي.))

د سنګين ولسوالۍ قومي مشر سيف الدين سنګينوال پژواک ته وويل چې دې ولسوالۍ ته يو شمېر تازه دمي سرتېري تللي خو د عملياتو سيمې ته تر اوسه نه دي رسېدلي.

هغه وايي: ((دغه نوي ځواکونه د حاجي فتح محمد پېچ په نوم سيمه کې بند پاتې دي.))

د ده په وینا، په ولسوالۍ کې مېشت پولیس د جنګي مهماتو تر څنګ د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ دي.

هغه وايي: ((يوه ورځ يو پوليس راته زنګ وواهه چې يو من کچالو موږ ته را ورسوه کنه نوره جګړه نه شو کولاى.))

login or register a new account.

Related Topics