Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې بې پيلوټه بريد د يوه قوماندان په ګډن ۲ وسله وال وژلي

مهترلام (پژواک، ٩ مرغومى ٩٤): چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په يوه بې پيلوټه بريد کې د يوه قوماندان په ګډون دوه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد د اليشنګ ولسوالۍ اړوند د ماسمود په دره کې تېره شپه په دری بجې شوى دی.

هغه زياته کړه چې په بريد کې د وسله والو مخالفينو مشهور قوماندان زرجان او د دل اغا په نوم يو ډلمشر وژل شوي دي.

ځواک وويل، قوماندان زرجان چې اصلاً د دولت شاه ولسوالۍ د بومبي  سيمې اوسېدونکى دى، په اليشنګ او دولت شاه ولسواليو کې يې په ډېرو ترهګريزو فعاليتونو کې لاس درلود.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت وايي چې د وسله والو طالبانو يو مهم غړى په هرات ولايت کې د پوليسو د استخباراتو له خوا نيول شوى دى.

د ياد وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو دا غړى مولوي احمدشاه نومېږي او د بادغيس د جوند ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

سرچينې زياته کړې چې هغه د اوپراتيفي عملياتو په پايله کې د هرات ولايت له مربوطاتو څخه نيول شوى او پلـټنې ترې روانې دي.

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.