Language

ناسمو دودونو د غزني د ځینو سیمو خلک له ستونزو سره مخ کړي

غزني ښار (پژواک، ۹ مرغومی ۹۴): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې ناوړه دودونو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ګيرو ولسوالۍ قومي مشر نثاراحمد د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د یاد ولايت په ډېرو لرو پرتو سيمو کې اوس هم هغه پخواني ناوړه دودونه شته دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوس هم په دغه ولايت کې نجونې په بدو کې ورکول کېږي، دوه برابره غچ اخيستل کېږي، د نجلۍ په زېږېدو کېدو کورنۍ خواشينې کېږي، په ودونو کې بېځايه لګښت کېږي او د بابړي په نوم هم له زوم نه پيسې اخيستل کېږي.

د بابړي پيسې هغو پیسو ته ويل کېږي چې د زوم خسرګنۍ یې د ولور له پیسو پرته په جبري توګه اخلي او ټاکلې اندازه نه لري، خو دا کار عام نه دی یوازې د ځینو کورنیو له خوا اخیستل کېږي.

نثاراحمد زياته کړه: ((د بابړي اخيستل ډېر بد او د اسلام له اصولو خلاف کار دى خو څه وکړو بيا يې هم خلک اخلي.))

دغه راز د اب بند ولسوالۍ اوسېدونکي نعیم الله پژواک ته وويل چې خسرګنۍ يې اوس هم له دوی څخه بابړی غواړي.

هغه وايي: ((ټول ولور مې خلاص کړی خو خسر مې واده نه راکوي او بابری راڅخه غواړي.))

نعيم الله وايي چې د واده د ولور پیسې یې په ډېرې سختۍ سره په نورو هېوادونو کې په مزدورۍ پيدا کړې دي او اوس نه شي کولاى بابړی هم ورکړي.

هغه وايي چې دری کاله وړاندې کوژدن شوی خو د دې بېځايه دودونو له امله نه شي کولاى واده وکړي.

ده وويل: ((په ۱۱ لکه پاکستانۍ کالدارو مې کوژده وکړه په ډېر تکلیف مې دغه پیسې پیدا کړې اوس به دوه کاله نور کوښښ کوم چې د بابړي پيسې پوره کړم.))

دغه راز د اندړو ولسوالۍ د رشيدخېلو سيمې اوسېدونکي احمدخان پژواک ته وويل چې د ناوړه دودونو له امله د دغه ولايت ډېری ځوانان په نورو هېوادونو کې په مزدورۍ بوخت دي.

هغه زياته کړه: ((دا خلک د اسلام له اصولو ناخبره دي او نه پوهېږي چې څه سم او څه خراب دي.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.