Language

حديد: د بلخ له ځينو دولتي ادارو د خلکو شکايتونه ډېر شوي

مزارشريف (پژواک، ١٠ مرغومی ۹۴): د بلخ د ولايتي شوار رييس وايي چې د دغه ولايت له ځينو دولتي ادارو خلک شکايتونه کوي.

د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمدافضل حديد د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې د هغو ادارو نومونه په ډاګه کړل چې عام خلک ترې د ورځنيو رسمي چارو په تړاو شکايتونه لري.

نوموړي زياته کړه چې د بلخ د خلکو ډېری شکايتونه له حقوقي مسايلو خورا ډېر وي خو ځينې خلک د ځينو ادارو د مسوولينو له چارو هم شکايتونه کوي.

هغه د مزارشريف ښاروالي، پوهنې رياست، د روغتيا رياست، د ولايت مقام ځينې ادارې، عدليې رياست، څارنوالي، د ښار امنيتي حوزې او د پوليسو د کشفي څانګې يادونه وکړه چې عام خلک ترې شکايتونه لري.

د ولايتي شورا رييس وويل، له دغو ادارو مسووليت ته د نه پاملرنې، مراجعينو ته د دولتي کارمندانو د نه پاملرنې په اړه ډېر شکايت کېږی.

همداراز شکايتونه شته چې ځينې وخت د يوې ادارې مسوول تر يوې اونۍ پورې هم نه پيدا کېږي.

 حديد وويل، د دغو ادارو د خدمتونو وړاندې کولو ساحه ستره ده، همدا ده چې ډېر خلک ورته د خپلو رسمي اړتياوو د پوره کېدو په موخه راځي.

نوموړي زياته کړه، همدا لامل دی چې دغه ادارې د خپلو چارو پر مهال سهوې کوي او له همدې امله خلک دوی ته له يادو ادارو شکايت کوي.

د هغه په وينا، حکومتي مامورين بايد خپلو دندو ته د خلکو د امانت په توګه وګوري، که چېرې په دې برخه کې ناغېړي کوي؛ نو دوی به د خلکو د ستونزو د حل په موخه غږ پورته کوي.

د ولايتي شورا رييس زياته کړه: ((دا زموږ دنده ده چې د خلکو هر ډول شکايت واورو او بېرته يې حکومتي مسوولينو ته ورسوو، که موږ ووېرېږو او ديپلوماسي وکړو نو د دغو خلکو غږ به څوک اوري او څوک به يې د حل لارې لپاره هڅې وکړي.))

د نوموړي په وينا، دوی به د يادو ټولو ادارو له مسوولينو سره د خلکو د شکايتونو په اړه خبرې کوي.

د هغه په وينا، که چېرې ستونزه حل شوه ښه؛ کنه مجبور به شي چې په اړه يې د بلخ له والي سره د يادو ادارو د مسوولينو په تړاو خبرې وکړي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.