ګردېز- پل علم (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٤): د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې يوه پوليس خپل تره او د تره زوى پر ډزو وژلي، بلخوا په لوګر کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا د یاد ولایت د قوماندانۍ حقوقي سلاکار ټپي شوی او ورور وژل شوی دى.
د پکتيا د زرمت ولسوالۍ امنيه قوماندان محمدهاشم د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه پوليس تېر ماښام د دې ولسوالۍ په بازار کې خپل تره او د تره زوی پر ډزو وژلي دي.
ده وويل چې دغه پېښه د خپلمنځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې ده.
د قوماندان په وينا، دغه پوليس د دوی له خوا نيول شوی چې وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د زرمت ولسوالۍ د بازار يوه دوکاندار عبدالولي پژواک ته وويل: ((تېره ماښام يو پوليس په بازار کې ډزې وکړې او دوه کسان يې وويشتل.))
هغه وايي چې تر ډزو وروسته دواړو کسانو په سيمه کې ساه ورکړه.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې نن سهار د مرکز پل علم اړوند د علي خان کلا په سيمه کې نا پېژاندو وسله والو د لوګر د امنيې قوماندانۍ پر حقوقي سلاکار ډزې کړې دي.
هغه وايي چې د ډزو له امله حقوقي سلاکار حاجي لقمان ټپي شوى خو ورور يې وژل شوی دى.
صالح وايي چې حاجي لقمان د درملنې لپاره د کابل ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوى دى.
ده وويل چې د يادې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو پوليسو پلټنې پيل کړې دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت يوه کارکوونکي احمدشاه پژواک ته وويل چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې حاجي لقمان د دې قوماندانۍ په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي.
دى وايي چې هغه يو مسلکي او تجربه کار شخص و او له چا سره يې دښمنې هم نه درلوده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP