کابل (پژواک ١٠ مرغومى ٩٤): ولسمشر غني د کابل بادام باغ ښځينه زندان څخه د ليدنې پرمهال وويل، د دې زندانيانو دوسيو ته د زورواکانو د نفوذ د مخنيوي په موخه به ځانګړې محکمه جوړه کړي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د کابل بادام باغ ښځینه زندان ته لاړ او د ښځینه زندانیانو وضعیت یې له نږدې څخه وکوت.
سرچينه کاږي، په پیل کې د یاد زندان مسوولې د زندان د وضعیت د څرنګوالي په هکله ولسمشر ته مفصل راپور او معلومات ورکړل. همدارنګه درې تنه ښځينه زندانیانو د نورو زندانیانو د ستونزو په هکله خبرې وکړې او له عدلي او قضایي بنسټونو څخه یې پر وخت د دوی د دوسیو د څېړنې غوښتنه وکړه.
سرچينه زياتوي، اشرف غني د معلوماتو له اورېدلو وروسته وویل، د ۴۰ ښځینه زندانیانو د ازادولو فرمان بشپړ شوی دی، چې پر بنسټ به یې په شرایطو برابر کسان له زندان څخه خوشې شي.
د ده په وينا، د بښنې له فرمانونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي په خاطر د یادو فرمانونو د تطبیق بهیر په خپله څارم.
هغه زیاته کړه، د زندانیانو د دوسیو د بیا څېړنې دستور يې ورکړی دی، ترڅو د هغو حکمونو په برخه کې چې نه دي تطبیق شوي، اقدام وشي.
غني لارښوونه وکړه، چې د ښځينه زندانیانو د دوسیو د څېړلو د بهیر د ارزونې په موخه دې د ښځینه وکیلانو او مدني بنسټونو بې طرفه پلاوی وګومارل شي.
د نوموړي په خبره، د زندانیانو دوسیو ته د زورواکانو د نفوذ د مخنیوي په خاطر به ځانګړې محکمه رامنځته کړي.
اشرف غني ښځینه زندانیانو ته ډاډ ورکړ، چې له دې وروسته به یې دوسیې د منظم کمپیوټري جدول په بڼه برابرې شي او د بښنې له فرمان سره به په شرایطو د برابرو زندانیانو فهرست هم مل وي.
ولسمشر په پای کې مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې ښځينه زندانیانو ته د استوګنې ښه شرایط برابر کړي.
login or register a new account.