Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په اټغر ولسوالۍ کې له اتو میاشتو راهیسې کلینيک تړلى و

په اټغر ولسوالۍ کې له اتو میاشتو راهیسې کلینيک تړلى و

author avatar
31 Dec 2015 - 18:14
په اټغر ولسوالۍ کې له اتو میاشتو راهیسې کلینيک تړلى و
author avatar
31 Dec 2015 - 18:14

کلات (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٤): د زابل د اټغر ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرو اتو میاشتو راهیسې په دې ولسوالۍ کی روغتیایي مرکزونه تړلي چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، خو د عامې روغتیا ریاست وايي، دغه ستونزه له اتو میاشتو وروسته هواره شوې ده.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، څه باندې اته میاشتې کېږي چې په دغې ولسوالۍ کې د نامعلوم لامل له مخې یواځينی روغتیايي کلینيک تړلی او هلته هېڅ ډاکتر نشته.

د محمدرحیم په نوم د دغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ډاکټرانو او دوا د نشتوالي له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او باید چې دولت ورته جدي پاملرنه وکړي.

ده زياته کړه، اټغر ولسوالۍ له مرکز کلات څخه اویا کیلومتر واټن لري او له کندهار څخه تر دې هم ډېره لرې ده او نه شي کولى چې پر وخت خپل ناروغان تر ډاکټر پورې ورسوي.

 

د هغه په وينا، د دوى د سیمې اکثره ناروغان د زابل شینکۍ ولسوالۍ ته د درملنې لپاره انتقالېږي، په داسې حال کې چې اټغر په خپله رسمي ولسوالۍ ده او اوسېدونکي يې پر دولت حق لري، چې روغتیايي مرکزونه او صحي خدمات ورته وړاندې کړي.

د دغې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي عبدالوهاب پژواک ته وویل، زياتره ناروغان روغتیايي مرکزونو ته د لېږد پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړى وايي، یواځې شینکۍ ولسوالۍ ده چې دوى ورته نږدې دي او کلینيک لري، خو د دغې ولسوالۍ لاره په ماینونو پوښلې او خامه ده.

د ده په خبره، حکومت باید د اټغر په بېلابېلو سیمو کې صحي کلینيکونه جوړ کړي او هم د اټغر او شینکۍ ولسوالۍ ترمنځ لاره جوړه او امن کړي، ترڅو وکولی شي خپل ناروغان پر وخت تر ډاکټرانو ورسوي.

د زابل د عامې روغتیا د ریاست مسوولین هم وايي، چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې په اټغر ولسوالۍ کې موجود یواځينی کلینيک تړلی و، خو اوس يې دغه ستونز هواره کړې ده.

د دې ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر لعل محمد توخي، پژواک ته وویل چې په اټغر ولسوالۍ کلینيک د امنیتي ستونزو له کبله تړلى و.

هغه زياته کړه، له ډېرو هڅو وروسته یې د زابل د ولایتي ادارې، قومي مشرانو او د سیمي د اوسېدونکو په مرسته تېره اونۍ په دغې ولسوالۍ کې تړلی کلینيک بېرته پرانیست او هلته یې ډاکټران لیږلي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.