کندوز (پژواک ١٠ مرغومى ٩٤): کندوز کې له تېرو دوه اونيو راهيسې د شپې له لوري د مخابراتي شرکتونو د فعاليت دروېدو له امله خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.
له تېرو دوه اونيو راهيسې د طالبانو د ګواښ له امله د مازديګر له څلور بجو څخه نيولې تر سهار شپږو بجو د روشن، افغان بيسيم، اتصالات او ام ټي ان مخابراتي شبکو فعاليت پرې کېږي.
د کندوز ښار د هندوسوزانو سيمې يوه اوسېدونکي محمدرسول پژواک خبري اژانس ته وويل: "د تره ښځه مې د شپې نهه بجې ناروغه شوه، ټيليفون کار نه کاوه او موټر هم نه و، ناروغ مو تر ښاره پورې په شاه يوړ، هلته مو بيا په زرنج کې واچوله، څو مې چې روغتون ته رسوله ساه يې ورکړې وه."
دغه کس وايي، چې له دې امله يې ان د تره د کورنۍ نږدې خپلوان هم خبر نه کړى شول.
د شپې له لوري د مخابراتي فعاليتونو د نه فعاليت له امله د يو شمېر راډيوګانو ژوندي پروګرامونه هم درېدلي دي.
د غږيزو رسنيو مسوولين هم شکايت کوي چې د دغو رسنيو د شپې له لوري ټول ژوندي پروګرامونه هم درېدلي دي.
د کيهان راډيو د يوې ژوندۍ خپرونې مجري تاج محمد پژواک ته وويل چې په کندوز کې ټولې خصوصي راډيوګانې د اورېدونکو د اړيکو له لارې پر مخ وړل کېږي، خو له کومه راهيسې چې د شپې له لوري د مخابراتي شبکو فعاليتونه درول شوي، د سيمه ييزو راډيوګانو ټول پروګرامونه هم درېدلي دي.
هغه وايي، چې تر ډېره د ژونديو پروګرامونو موضوع ګانې به د خلکو پر پوهاوي او د ولايت پر اوسنيو حالاتو ولاړې وې، چې دا دى له دې هم خلک محروم شول.
د کندوز ښار ا وسېدونکي وايي، چې په کندوز کې د مخابراتي خدمتونو د فعاليت درول چې د کندوز ښار ټولې سيمې او شا وخوا پکې رانغاړي، خلک په هره ورځنيو چارو کې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي او حکومت بايد ژر تر ژره يادې ستونزې ته د پاى ټکې کېږدي.
خو کندوز کې د مخابراتي شبکو مسوولين وايي، وسلوالو مخالفينو ورته ګواښ کړى چې د فعاليت په صورت کې به يې مخابراتي انتنونه وسوځول شي.
خو د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګلباغ وايي، چې نن په امنيه قوماندانۍ کې د مخابراتي شرکتونو د استازو په شتون کې ناسته تر سره کوي او دوى ته ډاډ ورکوي چې په کندوز ښار کې به د شپې له لوري يو ځل بيا د مخابراتي شبکو فعاليتونه پيل شي.
هغه وويل، چې اوسمهال د کندوز ښار په داخل کې د مخابراتي شبکو انتنونو ته کوم ګواښ نشته او په هغو ولسواليو کې چې مخابراتي انتنونو ته ګواښ موجود دى، په هغو سيمو کې د امنيتي موظفينو پر دنده ګومارلو سره به دغه ستونزه هم حل کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP