Language

د تخار په ځینو ښوونځیو کې د خیالي زده کوونکو موندلو ته کمېسیون ټاکل شوی

تالقان (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٤): د تخار چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ځینو ښوونځيو کې خيالي زده کوونکي شتون لري چې د پيدا کولو په موخه يې کمېسيون ټاکل شوی دى.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو شمېر کسانو په ښوونځيو کې د خيالي زده کوونکو د شتون په اړه والي ته شکايتونه کړي دي.

هغه زياته کړه: ((يو شمېر کسان والي صاحب ته راغلل ورته يې ويل چې د ځینو کسانو نومونه د ښوونځيو د حاضريو په کتابونو کې شته خو ښوونځي ته نه راځي او په اخر کې بيا د دوولسم ټولګي د فراغت سندونه ورکول کېږي.))

ده وويل چې والي د خيالي زده کوونکو د پيدا کولو په موخه يو کمېسيون ټاکلى او دغه کمېسيون خپلې پلټنې له مرکز تالقانو څخه تېره ورځ پيل کړې دي.

د تيمور په وينا، ياد کمېسيون تر اوسه دوه کسه موندلي چې نومونه يې په حاضري کې شته خو خپله موجود نه دي.

په تالقانو کې د يوې لېسې زده کوونکي محمدنسيم د ښوونځي د نوم د نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل چې د دوى په ټولګي دوه خيالي کسان شتون لري.

هغه وويل: ((نومونه يې شته خپله نشته دي.))

خو د تخار د پوهنې رییس سید عنایت الله نوید پژواک ته وويل چې تر اوسه یې داسې یو زده کوږنکی هم نه دی موندلى چې نوم یې په حاضري کې وي، خو هغه دې شتون ونه لري.

نوموړی وايي: ((د تخار والي دغه ادعا کوي چې په ښوونځيو کې خيالي زده کوونکي شتون لري نو دغه ادعا بايد موږ ته ثابته کړي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د مړو شوو زده کوونکو نومونه بايد تر يوې مودې پورې د حاضرۍ په کتاب شتون ولري.

نويد وايي چې مړه شوي زده کوونکي بايد د خيالي زده کوونکو په کتار کې ونه شمېرل شي.

خو ده هم وويل چې د خيالي زده کوونکو د مشخصولو په موخه بايد پلټنې وشي.

login or register a new account.